د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو مېرمنو کابل کې د بشري وضعیت ارزونې او ښځو نیول کېدو په اړه د نړیوال پلاوي د لېږلو غوښتنه وکړه

24 جولای 2025
معترضو مېرمنو کابل کې د بشري وضعیت ارزونې او ښځو نیول کېدو په اړه د نړیوال پلاوي د لېږلو غوښتنه وکړه

Photo: AFP

له افغانستان څخه په جلاوطنې کې د افغان مېرمنو اعتراضي غورځنګ په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو او بشري وضعیت د ارزونې لپاره د حقیقت موندونکي پلاوي د لېږلو غوښتنه وکړه.

رخشانه: دغه اعتراضي غورځنګ نن (دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي«په ډېرې اندېښنې او غوسې سره دغه غیرقانوني نیونې او ښځې ځپوونکي اقدامات غندي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د فوري ځواب ویلو غوښتونکې دي.»

په جلا وطنی کې د افغان مېرمنو د اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې ویل شوي« طالبانو د پلازمېنې له بېلابېلو سیمو ځوانې نجونې یوازې د هغوی د جامو یا په راتلونکو لاریونونو کې د احتمالي ګډون په شک، د محکمې له حکم او د هغوی کورنیو ته له خبر ورکولو پرته نیولې دي.»

معترضو مېرمنو د طالبانو له لوري د ښځو سره چلند د بشري ښاري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې وايي، دا عمل د افغانستان له عامه ساحې څخه د ښځو د ایستلو د سیستماتیکې پالیسۍ یوه برخه ده.

دوی د ښځو او نجونو توقیف د ۱۹۴۸ کال د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، په ځانګړې توګه د هغې د ۳، ۵، ۹، ۱۹ او ۲۰ مادو کې د ذکر شویو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

یاد غورځنګ په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدویتونو په اړه ویلي، دا ډله په ورته وخت کې د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د میثاق څخه سرغړونکې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

دوی له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو د ملاتړو هېوادونو څخه غوښتي، چې د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې پټه خوله نه شي او د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

معترضو مېرمنو د نیول شویو ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وايي، باید کابل کې د دغه نیونو او بشري حقونو د وضعیت ارزولو لپاره یو حقیقت موندونکی پلاوی ولاړ شي.

هغوی د طالبانو پر مشرانو د بندیزو او له هغوی څخه د مالي ملاتړ د پرېکولو غوښتنه وکړه ویې ویل، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو مدني مقاومت په رسمیت وپېژني او په دغه هېواد کې د ښځو حقونو د فعالانو د بېړنۍ ساتنې لپاره کړنلارې رامنځ ته کړي. په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو د اعتراضي غورځنګ غړو د هغو ښځو لپاره د پناه غوښتنې د لارو چارو د اسانتیا او قانوني خوندیتوب غوښتنه کړې چې د طالبانو له مستقیم ګواښ سره مخ دي.

اړوندې لیکنې

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه