د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ذکیه خدادادي د اروپا شورا جایزه تر لاسه کړه

30 اکتوبر 2025
ذکیه خدادادي د اروپا شورا جایزه تر لاسه کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړې او د نړیوالې اولمپیک کمېټې د کډوالو لوبډلې لپاره د لومړي ځل مډال ګټونکې ذکیه خدادادي، د اروپا شورا «North-south prize» معتبره جایزه تر لاسه کړه.

رخشانه: دغه جایزه تېره ورځ (چهارشنبې د لړم ۷ مه) د پرتګال پارلمان کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د دې هېواد د ولسمشر مارسلو ربلو د سوزا له خوا خدادادي ته ورکړل شوې ده.

مېرمن خدادادي پر خپل انسټاګرام پاڼه د دې جایز په ترلاسه کولو خوښي ښودلې او لیکلي یې دي: «دا جایزه ټولو ګډوالو، د افغانستان زړه ورو ښځو او لوبغاړو ته وړاندې کوم، چې هره ورځ د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.»

هغې پر دوام لیکلي، د پاراالمپیک د یوې لوبغاړې او کډوالې په توګه باوري یم، چې سپورت یوازې سیالي نه ده، بلکې د انسانانو تر منځ ارتباطي پول او د یووالي او سولې لپاره د یو ځای کېدنې ځواک دی.

د پاراالمپیک نړیوالې کمېټې (IPC)هم اعلان کړی، چې د اروپا د شمال- جنوب شورا د دېرشمې دورې جایزې یو له ترلاسه کوونکو څخه ده.
د دې سپورتي بنسټ په اعلامیه کې راغلي، دا جایزه د دې بنسټ په نوښت په المپیک سیالیو کې د کډوالو لوبغاړو د ګډون فرصت برابرولو په پار هغې ته ورکړل شوې ده.

ذکیه خدادادي په خپله وینا کې ویلي دي: «غواړم په افغانستان او ټوله نړۍ کې ټولو ښځو ته و وایم، چې هیله ژوندۍ ده. تاسو یوازې نه یاستۍ، سپورت د سولې، خپلواکۍ او انساني کرامت نړیواله ژبه ده، زما پیغام زړه ورتیا ته رابلل دي: خوبونه و اوډۍ، د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړۍ او په ښې راتلونکې باندې ایمان ولرۍ.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغې پر دوام زیاته کړې، چې ځان یې «سپورت او سولې ته بښلی» دی، ځکه چې هغه د سپورت په ځواب باور لري، چې ژوند بدلوي او غواړي په سختو شرایطو کې د ښځو او ځوانانو غږ شي.

د اروپا د شمال- جنوب شورا جایزه هغه کسانو ته ډالی کېږي، چې د بشري حقونو د خوندیتوب، دېموکراسۍ د دفاع، یا د نړیوال متقابل تړاو او نړیوال پیوستون په اړه د عامه پوهاوي لوړولو کې یې غوره ونډه اخیستې وي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه