د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو د چادرۍ په اجباري کولو سره پر ښځو او نجونو ژوند سخت کړی

13 نوومبر 2025
د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو د چادرۍ په اجباري کولو سره پر ښځو او نجونو ژوند سخت کړی

د بښنې نړیوال سازمان هرات کې پر ښځو د چادري اجباري کولو په غبرګون کې اعلان کړی، چې طالبان د دې محدودیت په لګولو سره، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ژوند سخت کړی دی.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته (چهارشنبې د لړم ۲۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره لیکلي، طالبانو د دې محدودیت په وضع کولو سره ښځې د ژوند له کابو ټولو برخو لرې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړي، چې طالبانو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، په منظم او سیستماتیک ډول له ښځو او نجونو د هغوی حقونه او انساني کرامت توږلی دی.

دغه بنسټ هرات کې پر ښځو د چادرۍ اجباري کولو ته په اشارې لیکلي، دغه محدودیت، به د ژوند روغتیايي څار ته د ښځو لاسرسی په شدیده توګه محدود کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، نړۍ باید «د افغانستان د زړه وړو او غیرتي ښځو او نجونو» له حقونو په ملاتړ سره طالبان ځواب ویلو ته چمتو کړي.

طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ، دولتي ادارو او عمومي روغتونو ته د بې چادرۍ ښځو په ننوتلو بندیز ولګاوه.

دغې ډلې د دې محدودیت وروسته د هرات د حوزوي روغتون یوه ډاکتره او څو تنه کارکوونکې د چادرې نه اغوستو له امله څو ساعته نیولې او وروسته یې خوشې کړې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د طالبانو دې اقدام د بشري حقونو د فعالانو، معترضو مېرمنو او بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه راوپارول.

هرات کې د ښځو لپاره د چادرۍ اجباري کولو او د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د دې محدودیت تر لغوه کولو یوه اوونۍ وروسته، سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه، ناروغه ښځو، ډاکترانو او مراجعینو ته، چې چادرۍ نه لري، دولتي ادارو او روغتونو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه