د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له مدنې ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان: په زور د چادرۍ اغوستل د ښځو له حقونو ښکاره سرغړاوی دی

15 نوومبر 2025
له مدنې ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان: په زور د چادرۍ اغوستل د ښځو له حقونو ښکاره سرغړاوی دی

هرات کې پر ښځو د چادري اغوستلو اجباري کولو په غبرګون کې له مدني ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان (CSJAO) د طالبانو دغه اقدام د ښځو له حقونو ښکاره سرغړاوی بللی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (شنبې د لړم ۲۴ مه) په یوه پرېکړه لیک کې لیکلي «د [ښځو] په جامو کې هر ډول اجبار د فردي خپلواکۍ، انساني کرامت او د هغوی د حقونو» څخه ښکاره سرغړاوی دی.

د مدني ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان په پرېکړه لیک کې راغلي «د جامو اغوستل باید په خپله خوښه او شخصي ارادې پر بنسټ وي، نه د فشار او ګواښلو پر اساس.»
دغه بنسټ پر دوام ټینګار کړي، چې هېڅوک او حکومت حق نه لري، چې په خپله خوښه پر خلکو د جامو اغوستل تحمیل کړي.

د مدني ټولنې او خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په هرات کې د ښځو پر وضعیت په فعاله توګه څار ولري.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې دا هم غوښتي، چې د هغه قوانینو او پرېکړو د پلي کولو مخنیوی وکړي، چې ښځې په ټولنه کې له خپلواکه حضور څخه منع کوي.

د مدني ټولنې او خبریالانو د ملاتړ بنسټ، د جامو اغوستل د انساني آزادۍ برخه بللې وايي، د جامو د خپلواکۍ سلبول د «انسانیت د لمنځه وړلو» په مانا ده.

طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هرات ولایت کې د ښځینه ډاکترانو او کارکوونکو په ګډون دولتي ادارو او عمومي روغتونونو د بې چادرۍ ښځو د ننوتو مخنیوی وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د دې پرېکړې په ترڅ کې دغه ډلې یوه ښځینه ډاکتره د چادرۍ نه پوښلو له امله د څو ساعتونو لپاره نیولې او وروسته یې خوشې کړې وه.

په وروستي ځل کې هرات کې طالب ځواکونو یو نارینه ډاکتر د نجونو لپاره د یوې ښوونیزې دورې په جوړولو سره نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

هغه ویډیوګانو کې چې د هرات په حوزوي روغتون کې د ښځینه ناروغانو سره د طالب ځواکونو له چلنده رخشانې رسنۍ ته رسېدلي لیدل کېږي، چې طالب ځواکونه د کمچینو په واسطه روغتون ته د بې چادرۍ ښځو د ننوتلو مخنیوی کوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه