د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې فردي مساله، بلکې یو ټولنیز او سیاسي بحران دی

20 نوومبر 2025
معترضې ښځې: د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې فردي مساله، بلکې یو ټولنیز او سیاسي بحران دی

د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې د نومبر د ۲۵ مې په نېږدې کېدو سره، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده، ویلي د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې یوه فردي مسله نه، بلکې یو ټولنیز او سیاسي بحران دی.

رخشانه: معترضو ښځو نن (پنشنبې د لړم ۲۹ مه) په یوه بیانیه کې لیکلي، چې تاوتریخوالی «د ژوند په ټولو برخو کې له کوره تر ډیجیټل فضا پورې ښځې او نجونې ګواښي.»

په بیانه کې راغلي «افغان ښځې او نجونې تر بل هر وخت د طالبانو په واکمنۍ کې تر بې مخینې محدودیتونو او ځپنو لاندې دي او ژوند یې هره ورځ له ښکاره او پټو ګواښونو سره مخ دی، دا وضعیت د انساني حقونو، عدالت او برابرۍ څخه ښکاره سرغړاوی دی.»

معترضو ښځو ویلي، د سږ کال شهار «ډیجیټل تاوتریخوالي ته نه» ویل دي او دا شعار دا یادونه کوي، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې فزیکي نه دی، آنلاین ګواښونه، ځورونه، تبعیض او د طالبانو له خوا په مجازي فضا د کرکې وینا هم د تاوتریخوالي د هغه ارټ برخه ده، چې ښځې او نجونې منزوي او زیانمنې کوي.
د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې غړو ویلي، ښځه او نجلۍ حق لري، چې له وېرې، ګواښ، ځورولو یا تبعیض پرته له ډیجیټل فضا د زده کړو، اړیکو او ټولنیز ګډون لپاره ګټه واخلي.

دوی د افغان ښځو او نجونو د قانوني او ټولنیزو حقونو له هغې جملې د زده کړو، کارکولو او سیاسي ګډون حق د بېرته راستنېدو غوښتنه کړې ده.

معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل سیاسي او حقوقي فشارونه زیاته کړي او د بشري حقونو له بنسټونو وغواړي، چې د هغوی وضعیت تر څار لاندې ونیسي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې غړو ټینګار کړی، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، هغه که په واټونو کې وي، که په کور کې او که په ډیجیټل فضا کې باید پای ته ورسول شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه