د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان فوټبالره، نادیه ندیم د ۲۰۲۵ کال د «طلايي پېښې» نړیوالې جایزې ګټونکې شوه

29 نوومبر 2025
افغان فوټبالره، نادیه ندیم د ۲۰۲۵ کال د «طلايي پېښې» نړیوالې جایزې ګټونکې شوه

د «موناکو طلايي پېښې نړیوالې جایزې» بنسټ اعلان کړی، چې افغان توکمه ډنمارکي فوټبالره نادیه ندیم د دغه بنسټ د ښځو څانګې د ۲۰۲۵ کال د «طلايي پښې» جایزې ګټونکې شوې ده.

رخشانه: دغه جایزه د پنشنبې په ورځ د (لیندۍ ۶ مه) د موناکو بادشاه، دویم آلبرت شاهزاده له خوا په یو لړ ځانګړو مراسمو کې دغې ښځینه فوټبالرې ته ډالی شوه.

د «موناکو طلايي پېښې نړیوالې جایزې» بنسټ د دې جایزې د ورکړې د انځور په خپرولو سره په خپله انسټاګرام پاڼه مېرمن ندیم ته لیکلي، چې هغه نه یوازې یوه غوره فوټبالره، بلکې هغه ښځه ده، چې کیسه یې «نړیوالو ته الهام بښوونکې» ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې ندیم د «فوټبال له ډګره تر روغتون، د زده کړو له لارې د ښځو تر ځواکمنولو، د سپورت په وړاندې د خنډونو ماتولو پورې د ځواک، انعطاف منلو او هیلو تعریف دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د «طلايي پېښې جایزه» د فوټبال د نړۍ له معتبرو جایزو څخه ده، چې له ۲۸ کلنۍ پورته لوبغاړو ته ورکول کېږي او هر لوبغاړی د ټول ژوند په دوران کې یوازې یو ځل دغه جایزه تر لاسه کولی شي.

د «موناکو طلايي پېښې نړیوالې جایزې» بنسټ نادیه ندیم د یونیسکو اتله، یوه ډاکتره او یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي هغه لومړنۍ [افغان توکمه] ډنمارکي لوبغاړې ده، چې دغه غوره سپورتي جایزه یې تر لاسه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه