د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رواداري: افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب لاروۍ ښځې د طالبانو له تبعیض سره مخ دي

23 دسمبر 2025
رواداري: افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب لاروۍ ښځې د طالبانو له تبعیض سره مخ دي

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو بنسټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب لاروۍ ښځې، د خپل مذهبي، توکمي او جنسیتي هویت په دلیل له دوه ګوني تبعیض سره مخ دي.

رخشانه: د دې بنسټ په راپور کې چې نن (سه شنبې د مرغومي ۲ مه) خپور شوی راغلي، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د اسماعیله مذهب لارویان له تبعیض او پراخې ځپنې سره مخ شوي دي.

راپور کې راوړل شوي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې، د اسماعیلیه وو په ماشومانو د حنفي فقې زده کول تحمیل کړي دي.
د روادارۍ بشري حقونو بنسټ ویلي، طالبان په ګواښلو، وېرولو، نیولو او شکنجه کولو هغوی د اسماعیلیه مذهب پرېښودو او د سني مذهب منلو ته هڅولي دي.

د دې راپور پر اساس، هغه میندونو او پلرونو چې د طالبانو دیني مدرستو ته یې د خپلو ماشومانو له لېږلو سره مخالفت کړی دی، په نغدي جرمانه، ربړونې، په وژلو ګواښنې او کور او مالونو ته یې د اور اچولو له ګواښونو سره مخ شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب د لارویانو تر منځ د مذهبي هویت د څرګندولو وېره زیاته شوې او د مذهبي مراسمو تر سره کولو، د نورو خلکو په مراسمو کې د ګډون، په دولتي دفترونو کې د کار کولو او په اسماعیلیه کورنیو کې د واده کولو په ازادۍ سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د راپور له مخې، د منفي تبلیغاتو زیانوالی، ښکاره تکفیر، نفرت خورول او د ژبني تبعیض نور ټول ډولونه، د دې مذهبي او قومي لږکیو په وړاندې د طالبانو د تبعیضي او ځپوونکي چلند یوه بله برخه ده.

رواداري ویلي، ګواښل، له محکمې پرته وژنې، په زورکډه کول او په اسماعیلیه ټولنې پورې د اړونده املاکو او شتمنیو غصب، نورې هغه برخې دي، چې د هغوی پر امنیت، انساني کرامت او د بشري حقونو پر وضعیت باندې یې ژورې اغېزې پرېښي دي.

یاد بنسټ دغه راز زیاته کړې، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د اسماعیله ټولنې د بشري حقونو وضیت لا خراب شوی او کېدای شي د بشریت پر وړاندې جنایت برابر وګڼل شي.

رواداري لیکلي، د نړیوالو بشري حقونو اسنادو او په افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب د لارویانو د بشري حقونو وضعیت ته په کتو، د هغوی پر وړاندې د سیستماتیک مذهبي ځورونې درېدا د ګټورو نړیوالو کړنلارو کارونې ته اړتیا لري.
یاد بنسټ له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د مذهبي خپلواکۍ پر وړاندې محدودونونکو اقداماتو او سیاستونو ته پای ورکړي او د اسماعیلیه ټولنې د غړو د بشري حقونو له سرغړواي څخه مخنیوی وکړي.

دغه راز رواداري له طالبانو غوښتنه کړې، چې د اسماعیلیه مذهب پیرو ماشومانو ته د سني مذهب اجباري ښوونې ودروي او د دې مذهبي ډلې د مذهب له بدلولو لاس په سر شي.

دې بنسټ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې مذهبي ډلې د ځپنې د مخنیوي لپاره عملي او ګټور ګامونه پورته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

همدارنګه رواداري بنسټ د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي، چې د دې مذهبي ډلې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پلټنې وکړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه