د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د ولیبال ښځینه لوبډلې د آسیا مزکر سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ

25 دسمبر 2025
د افغانستان د ولیبال ښځینه لوبډلې د آسیا مزکر سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ

د افغانستان د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې د آسیا مرکزي زون سیالیو په خپله وروستۍ سیالۍ کې د بنګله دېش ولیبال ښځینه ملي لوبډلې څخه په ماتې سره، په دې سالیو کې څلورم مقام خپل کړ.

رخشانه: د دې سیالیو د درجه بندۍ لوبه نن (پنشنبې د مرغومي ۴ مه) له ماسپښین وروسته، د افغانستان او بنګله دېش تر منځ مالدیو کې تر سره شوه.

د افغانستان د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې ۰-۳ په مقابل کې له سیالې لوبډلې ماته ومنله او په څلورو ګډون والو لوبډلو کې یې څلورم مقام خپل کړ.

د محمد اسداللهي زده کوونکو له لومړۍ تر درېيمې پاڼۍ پورې په ترتیب سره د ۲۰- ۲۵، ۲۰ ۲۵ او ۱۵-۲۵ پایلې په ترلاسه کولو لوبه سیالې لوبډلې ته وبایلله.

هغوی تېره ورځ د آسیا مرکزي زون سیالیو په نیمه پایلوبه کې له قرغیزستان ملي لوبډلې ماته منلې وه.

د هېواد د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې توانېدلې وه، چې بنګله دېش ته ۳-۱ په مقابل کې ماته ورکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

د آسیا مرکزي زون د ولیبال ښځینه لوبډلو تر منځ سیالۍ د روان کال د لیندۍ له ۲۹ مې د مرغومي تر څلورمې پورې د افغانستان، بنګله دېښ، قرغیزستان او کوربه مالدیو هېوادونو تر منځ تر سره شوې.

د هېواد د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې په دې سیالیو کې پنځه لوبې (درې د ګروپي پړاو، یوه د نیمايي پایلوبې او یوه هم د درجه بندۍ لوبه) تر سره کړه، چې پایله یې څلور ماتې او یوه بریا وه.

په دې لوبلړۍ کې د بنګله دېښ ولیبال ښځینه ملي لوبډلې درېیم مقام تر لاسه وکړ او لومړی او دویم مقام به هم مالدیو یا هم د قرغیزستان لوبډلې تر لاسه کړي.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه