د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې د یوه کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی

1 جنوري 2026
هرات کې د یوه کور د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی

عکس: عرفان حبیبی.

هرات کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له کبله، د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي، سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، دغه پېښه پرون (چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه) د اوبه ولسوالۍ د «کبکان» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، د دې پېښې په پایله کې یوه ۳۲ کلنه ښځه له دو ۱۱ او ۷ کلنو لوڼو او دو ۳ او ۱۰ کلنو زامنو سره ژوند بایللی او د دې کورنۍ نارینه ټپي شوی دی.

هرات کې د طالبانو د والي ویاند زیاته کړې، چې دغه ښځه په کبکان کلي په روغتیايي مرکز کې یوازینۍ قابله وه.

د هغه په وینا، د دې کورنۍ پلار د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د دې سړي د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات په لاس کې نشته.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې واورې او بارانونه پیل شوي دي.

هر کال د ژمي په موسم او د پسرلي په لومړیو کې د ورته پېښو په ترڅ کې لسګونه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان قرباني کېږي.

د ورښت په موسم کې د استوګنې ډېری کورنه د خام والي، زړښت او ناخوندیتوب له امله نړېږي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه