د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد وپېژندل شو

2 جنوري 2026
افغانستان د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد وپېژندل شو

عکس: رویترز

د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د «ښځو، سولې او امنیت» موسسه په یوه راپور کې وايي، افغانستان د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ، د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد پېژندل شوی دی.

رخشانه: په دې راپور کې، چې تازه خپور شوی راغلي، افغان مېرمنې د نړۍ د نورو مېرمنو په پرتله تر ټولو بد وضعیت تجربه کوي.

په راپور کې راوړل شوي، له افغانستان وروسته یمن، مرکزي افریقا، سوریې، سوډان، هائیټي او بروندي د هغه هېوادونو له ډلې دي، چې د ښځو لپاره ناسم او بحراني وضعیت لري او د جدول په پای کې ځای لري.

د «ښځو، سولې او امنیت» موسسې ویلي، په تېر یوه کال کې په دغو هېوادونو کې له هرو پنځو ښځو یوه یې په کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، ډنمارک، ایسلډ، ناروې، سویډن او فنلنډ د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه بلل شوي دي.

د «ښځو، سولې او امنیت» موسسې ویلي، دغه ارزونه په دریو اصلي حوزو، کډون، فرصتونو، عدالت او امنیت کې په ۱۳ ځانګړو شاخصونو کې تر سره شوې ده.
په دې شاخصونو کې زده کړو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی، په ټولنه کې د ښځو اقتصادي شتون، فردي خوندیتوب او له قانوني حقونو برخمن کېدل شامل دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

راپور ټینګار کړی، چې افغان ښځې د خوندیتوب او عدالت ته د لاسرسي له پلوه په نړۍ کې په ټیټه کچه کې دي او د دې هېواد ښځې او نجونې لا هم د ډېرو زیان منوونکو ډلو په منځ کې پاتې دي.

د «ښځو، سولې او امنیت» موسسې ویلي، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ۲۰۱۷ کال په پرتله عدالت ته د ښځو په لاسرسي کې ۱۷.۵ سلنه کموالی راغلی دی.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د «ښځو، سولې او امنیت» د نړیوالو شاخصونو د خپرواي له پیل راهیسې تر اوسه پورې په تر ټولو ټيټو کچو کې ځای درلود.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه د دې شاخص په ټولو راپورونو کې ټیټ ځای درلود او همدارنګه په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۴۶۰ حکمونه صادر کړي، چې ۷۹ هغو یې مستقمیآ ښخې او نجونې تر برید لاندې نیولې دي.

د دې بنسټ په وینا، روان کال په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو محدودیتونه سخت شوي او د هېواد اقتصادي او ټولنیز جوړښت یې په ژوره توګه بدل کړی دی.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه