د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اروزګان کې د ساه کښو او تصویري مرکو په خپرولو بندیز ولګېد

8 جنوري 2026
اروزګان کې د ساه کښو او تصویري مرکو په خپرولو بندیز ولګېد

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې اروزګان ولایت کې هم د ساه کښو د انځور او تصویري مرکو په خپرولو بندیز لګېدلي دي.

رخشانه: دغه مرکز نن (پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه محدویت د دې ولایت د امربالمعروف ریاست له لوري لګول شوی دی.

اروزګان څلورويشتم ولایت دی، چې د طالبانو له لوري په رسمي ډول په رسنیو کې د ساه کښو د انځور په خپرولو بندیز لګول شوی دی.

له دې مخکې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا ولایتونو کې په رسمي ډول د ساه کښو انځور خپرول ممنوع شوي وو.

د خبریالانو مرکز لیکلي، د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست تېر ورځ په یوه ناسته کې د دې ولایت سیمه ییزه خبریالانو ته لارښوونه کړې، چې رسنۍ باید د انځور له اخیستو او خپرولو ډډه وکړي.
اروزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی عمري ویلي: «که چا له دې قانون څخه سرغړونه وکړه، قانون ماتونکی بلل کېږي او له هغه سره به قانوني چلند وشي.»

د خبریالانو مرکز ویلي، اروزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس په امر خبریالان باید انځور وانخلي او یا هم تصویر مرکه تر سره نه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

دې مرکز زیاته کړې، د طالبانو دې امر د رسنیو لپاره کاري محدودیتونه لا سخت کړي او د هغوی د فعالیتونو د درېدو یا هم د لسګونو تلوېزیونونو او راډیوګانو د ماهیت د بدلون سبب شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسنیو کې د ساه کښو د انخور په خپرولو بندیز غندلی وايي، دغه محدودیت اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی چې له وړاندې لا محدود وو، نور هم سختوي.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، د دې امر د لغوه کولو په اړه بیا فکر وکړي، او د رسنیو د فعالیت لپاره خپلواکه، اړینه او له وېرې پرته فضا برابره کړي.

د بیان د آزادۍ مرکز د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د تلوېزیونونو د فعالیت په اړه ۲۳ لارښوودي صادر کړي او په تېر یوه کال کې، لږ تر لږه ۱۵ تلوېزیونونه د طالب چارواکو په مستقیم امر تړل شوي دي.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، پر رسنیو، او د رسنیو په فعالیتونو د محدودیتونو په لګولو سره، د لسګونه، غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو لامل شوي او څو تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه