د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ د طالبانو له بنده د ناظره رشیدي او خدیجه احمدزاده د خلاصېدو غوښتنه وکړه

17 جنوري 2026
بنټ د طالبانو له بنده د ناظره رشیدي او خدیجه احمدزاده د خلاصېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، د طالبانو له بنده د کندوز د سیمه ییزې خبریالې ناظره رشیدي او هرات کې د ښځو د تکواندو روزونکې خدیجه احمدزاده د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: ښاغلي بنټ نن (سه شنبې د مرغومي ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د دې ښځینه خبریالې او ښځینه تکواندو روزنکې په اړه سخت اندېښمن دی.

هغه لیکلي دي: «زه په کندوز کې د ناطره رشیدي او هرات کې د خدیجه احمدزاده د نیولو د دوامداره راپورونو په اړه سخت اندېښمن یم.

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د طالبانو له بنده د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

کندوز کې سیمه ییزه ښځینه خبریاله ناظره رشیدي دوه اوونۍ وړاندې د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۶ مه) له کوره له وتلو وروسته نیول شوې وه.

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې غړې او د دې څانګې روزونکې خدیجه احمدزاده د تېرې اوونۍ د شنبې ورځ د (مرغومي ۲۰ مه) د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوه پټ کلپ څخه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

پر دې ښځینه روزونکې سربېره د هغې پلار او هغه سړی، چې خپل کور یې دې پټ ښځینه کلپ ته ځانګړی کړی وو، هم له هغې سره نیول شوي او له څو ورځو وروسته، د طالبانو له بنده خوشي شوي دي، خو احمدزاده لا هم د طالبانو په بند کې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د دې ښځینه خبریالې او د ښځو روزونکې نیولو په خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. معترضې مېرمنې او د بشري حقونو فعالان، د طالبانو له بنده د دې دو تنو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتونکي شوي دي. خو د خدیجه احمدزاده او ناظره رشید له نیول کېدو د لسو ورځو په تېرېدو سره، تر اوسه پورې د طالبانو له بنده د هغوی د خوشي کېدو په اړه کوم خبر په لاس کې نشته.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه