آزاده تران
«که ځمکه او اسمان سره یو هم شي زه به بېرته هغه پخوانی خوشحاله نجلۍ کېږي، نه، نکېږم. زما ځواني او ځواک لاړ.» دا په [مستعار نوم] د ۳۹ کلنې افسانې د پیل خبرې دي، چې غرېو نیولې او ژړاي.
د افسانې ژوند ۲۱ کاله وړاندې کله چې ۱۸ کلنه وه، د بدل واده قرباني شو. هغه مهال د کورنۍ مشرانو پرېکړه وکړه، چې افسانه د خپل تره د زوی او ورور یې د تره د لور سره باید واده وکړي.
که څه هم دغه واده اوس په طلاق راڅرخېدلی، خو د کلونو هغه کړاو او تاتریخوالي چې نه یې شوای کولی زوی وزېږوي، داغ یې تر اوسه تازه دی. «ویل یې بدلنۍ دې ورور ته زوی راوړی دی.»
افسانه د یوې ۱۳ کلنۍ نجلۍ مور ده. اوس یې هغه د کورنۍ سرپرسته ده او د کابل په یوه څنډه کې په یوه له لندبله ډکه تکاوۍ کې په کرایه او بشپړ بې برخلیکتوب کې ژوند کوي.
د افسانې د زړه درد اورېدو ته کېناستم، د افسانې کیسه له غمه ډکه او د افغانستان ګواکي یو خورا تریخ او پراخه واقعیت دی. ریښه لرونکي ناوړه دودونه، لکه اجباري واده، بدل، کم عمره واده او ان په بدو کې ورکولو د ډېری ښځو ژوند قرباني کړی او لا هم دوام لري.
وايي، له کورنۍ سره یې د افغانستان د بغلان ولایت په یوه ولسوالۍ کې ژوند کاوه. د تره له زوی سره د بدل د واده پرېکړه یې هم د بابا له خوا نیول شوې ده. هېچا افسانې او د هغې د تره لور ته تر هغه وخته، چې مېلمونو ډوډۍ نه وه خوړلې، څه نه وو ویلي. پسرلی وو، کره یې پر یاد نه دي چې د وري میاشتې کومه نېټه وه. خو ورځ یې په یاد ده، چې د پنشنبې شپه وه.
افسانې او د تره لور یې ټوله ورځ کار کړی وو. مېلمنو ته یې ډوډي برابره کړې وه. پرته له دې چې وپوهېږي مېلمستیا د څه لپاره ده، یوازې لیدل یې چې ډېری مېلمونو سیمه ییزې او نوې جامې اغوستې دي.
د افسانې په وینا، دومره «بې پروا» وه، چې ان یو ځل یې هم ونه پوښتل، چې مېلمستیا د څه لپاره ده. افسانې او د تره لور یې کور جارو کړ، خواړه یې هم پاخ کړل او مېلمنو ته یې ورکړل.
هغه شېبه راورسېده، چې افسانه او د تره لور یې د مشرانو کوټې ته وروغوښتل شوې. له همغه جامو سره چې ټوله ورځ یې کار په کې کړی وو. دواړې کوټې ته ورغلې، د کورنۍ مشران ټول سره راغونډ وو. د افسانې بابا د مجلس په منځ کې ناست وو.
موضوع له کومي مخینې پرته افسانې او د تره لور ته یې اعلان شوه. «پلار مې راته و ویل، بابا دې پرېکړه کړې، چې تاسو یو له بله کوژدن کړي. خدای پل یو بل ته نېک او بختور کړه. کله چې پوه شوم زه یې د کاکا زوی ته ورکړم. ګواکي له آسمانه ځمکې ته رالوېدلې یم… د تره بېچاره لور مې هم وژړل.»
دواړو دغه پیوند نه غوښت، هغوی په یوه کور کې رالوی شوي وو، او د مېړه په اړه یې د افسانې حس لکه د یوه ورور داسې وو. «خپله خوښ وو، خو فکر یې کاوه، چې زه هم خوښه یم.»
د واده مراسم هم یوازې یوه میاشت وروسته ترسره شول. د افسانې لپاره ژوند یوازې د یوه کال لپاره عادي وو. بدلنۍ یې امیندواره شوه او زوی وزېږاوه. د افسانې په وینا، د ژوند له بده شامته، هغه اته کاله ونه توانېده، چې امیندواره شي.
هغه موضوع چې د مېړه د کورنۍ په اند یې وړه نه وه. ټولې کاسې او بګنۍ د افسانې پر سر ماتېدې. د نورو له نظره هغه یوه ناتوانه ښځه وه، چې نه یې شوای کولی امیندواره شي. افسانه اته کاله وروسته د یوې لور څېښتنه شوه. خو دا کافي نه وو. هغې باید زوی نړۍ ته راوړی وای.
افسانې او مېړه یې کابل ته کډه وکړه. خو د افسانې لپاره ژوند هېڅ بدلون ونه کړ. په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې روغتیاپالانو معلومه کړه، هغه نور د دویم ځل امیندواره کېدو توان نه لري. ډاکترانو فهیمې ته ویلي وو، د هغې رحم غونج شوی یا آشرمن سنډروم لري او درملنه یې په افغانستان کې ناشونې ده.
«آشرمن سنډرم» چې عادي نوم یې افغانستان کې «د رحم غونجېدل یا راټولېدل» دي. دا ناروغي له سخت زېږون وروسته، د واژینال له جراحي عملیاتو او په رحم کې د پرلپسې انتاناتو څخه په ښځو کې رامنځ ته کېږي، چې په پایله کې یې د رحم دېوالونه یو له بله چسپېږي او په ډېری ښځو کې د نه امیندواره کېدو لامل کېږي. خو په هغه صورت کې چې دغه سنډرم په مناسب وخت کې درملنه شي، د ناباورۍ نښې راکمېږي.
د افسانې په وینا، وروسته له هغه چې خاوند یې پوه شو هغه د رحم غونجېدا ستونزه لري، تر دې حده یې وډبوله او ووهله، چې یوه بشپړه شپه بې هوښه وه:
«ټول ښه پوهېږي، چې هر څه د خدای په لاس کې دي، که د انسان په خپل لاس کې وای، خو هېڅ خوښ نه دي، چې بې اولاده پاتې شي. د هغې ورځې په سبا یې ما ته وايي، یوه بله ښځه راته پیدا کړه، چې زه بې له زویه ژوند نه شم کولای.»
د افسانې مېړه دویمه ښځه وکړه. هېچا د هغې خبره نه اورېده. ټولو هغه ملامته بلل، چې ویې نه شوای کولای د خاوند لپاره زوی دونیا ته راوړي. افسانې کلونه کلونه د خلکو په کورونو کې جامې ومینځلې او د خپل ځان او لور لپاره یې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله.
خو په پای کې دوه کاله وړاندې کار په طلاق تمام شو. سره له دې چې لور یې د دې سره ژوند کوي، خو اندېښمنه ده، چې هره شېبه کېدای شي خاوند یې بېرته ترې واخلي. افسانې د طالبانو څو حقوقي ادارو ته مراجعه کړې، خو طالبانو ویلي، په افغانستان کې د ښځو لپاره د ماشومانو ساتنه اجازه نه لري.
له دې ورځو یوه وېره چې د افسانې هډوکي لکه مغزر خوره خوري. «[ د افسانې مېړه] خپلې خور ته ویلي، چې لور یې ۱۴ کلنه شي. په مېړه به یې ورکړي. له دې وروسته نه په خپله شپه پوهېږم نه په ورځ، هڅوک نه لرم چې مرسته راسره وکړي. دا حکومت [طالبان] خو د ښځو خبرو ته هېڅ غوږ نه نیسي.»







