د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځیو کیسې، د رستم د اوو پړاونو نکل، زموږ کیسه ده

25 اپریل 2026
د ښځیو کیسې، د رستم د اوو پړاونو نکل، زموږ کیسه ده

شهلا ( نام مستعار)/ عکس: رسانه‌ی رخشانه

آزاده تمنا

شهلا * ۲۴ کلنه او د بامیان ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه د یوې داسې کورنۍ غړې ده، چې ژوند یې په کروندې پورې تړلی او له اقتصادي پلوه، لکه د دې سیمې ډېری اوسېدونکي سخت روزګار لري. شهلا د طالبانو تر راتګ وړاندې ښوونځی په خپل ټاټوبي کې په لوړو نمرو پای ته ورساوه.

په هغه شپو ورځو کې چې د افغانستان سیاسي پړسوب د اوښتو په حال کې وو، شهلا د بامیانو پوهنتون ته لار ومونده. هغه لېواله نه ده، چې د خپلې تحصیلي څانګې په اړه ډېر جزیات ورکړي. کله چې په افغانستان کې ټکان ورکوونکي بدلونونه رامنځ ته شول، هغه د بامیانو پوهنتون کې زده کړیاله وه.

د طالبانو په واکمنېدو سره تر بل هر چا د ښځو ژوند په افغانستان کې له تحول سره مخ شو. له کار، زده کړې، سفر او له لوبو بندول، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د دې ډلې د لومړنیو اقداماتو څخه وو.

طالبانو چې د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې په رسمي ډول نجونې له پوهنتونو بندې کړې، شهلا د پوهنتون لومړی کال پای ته رسولی وو. د شهلا لپاره یو کلنه مسافري یوازې له کورنۍ د جدايۍ سختي نه وه. پلار یې هغه د پور په پیسو د بامیانو مرکز ته لېږلې وه، تر څو یې لور تحصیل وکړي.

کله چې افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړل شوې، شهلا لومړی پیغام له خپل پلار او مور څخه تر لاسه کړ. په دې زړه راښکونکي مضمون چې: «یو در تړلی سل پرانستي.»

په داسې حال کې، چې طالبان هره ورځ د ښځو په وړاندې محدویتونه لا زیاتوي، له بل لورې سختې بېوزلۍ د شهلا د کورنۍ لمن نیولې، په پرانستو دروازو باور ساده نه تر سترګو کېږي. خو شهلا له دې زیات چې، د طالبانو د محدودیتونو په اړه فکر وکړي، د مور په دې خبره چې «یو در تړلی سل پرانستي» باور درلود.

شهلا د پور په نورو پیسو چې پلار یې ورلېږلې وې، په یوه روغتیايي انستېتیوت کې د نرسۍ په څانګه کې نوم لیکنه وکړه. مخکې له دې، چې طالبان روغتیايي انستېتیوتونه هم بند کړي، شهلا انستېتیوت پای ته رسولي وو. دا لار ساده نه وه، هغې د ورځې درس لوست، له بل لوري یې له غرمې وروسته په یوه درملتون کې کار کاوه او د شپو به د څراغ دود ته ناسته وه، کله کله به سختۍ تر دې کچې پر هغې فشار راوړه، چې غوښتل یې لار یې په نیمايي کې پرېږدي.

هغه په خپله ډېر کره بیان لري: «کله چې د هغه سختیو په اړه، چې د دوه کلونو په اوږدو کې مې وزغمل فکر کوم، وایم په افغانستان کې درس ویل هغه هم د طالبانو په دوره کې خورا سخت دی، خو ما وکولای شوای.»

شهلا دا مهال د روغتیايي علومو په برخه کې، د یوه انلاین پوهنتون زده کړیاله ده. د فراعت په درشل کې او د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د زړورتیا، مبارزې او مقاومت یوه روښانه بېلګه. «کله چې د دې څو کلونو په تېرېدو، چې پر ما د لسو کلونو په اندازه تېر شول بیا کتنه کوم، له ځان سره وایم، چې کله ناهیلې نه شې او مبارزه وکړې هر څه امکان لري. که څه هم زموږ په هېواد کې د نجونو لپاره د زده کړې دوام د رستم له اوو پړاونو د تېرېدو په څېر دي.»

د ۲۵ کلنې سلطانې* د مبارزې کیسه لا ډېره ترخه ده. هغه نجلۍ چې ښوونځۍ یې په لوړو نمرو پای ته رسولی دی، د حسابدارۍ څانګې د دویم کال زده کړیاله وه، چې طالبانو پوهنتونونه وتړل. سلطانې غوښتل، هغې یوازینۍ لاره، چې لا هم د نجونو لپاره پرانستې وه وکاروي.

سلطانې پرېکړه وکړه، چې یوه روغتیايي انستېیتیوت ته داخله شي. خو کورنۍ یې دومره بېوزله وه، چې نه یې شوای کولی ان په زر افغانیو د هغې لاسنیوی وکړي. «په رښتیا زموږ اقتصادي وضعیت خورا خراب وو.»

سلطانه د بامیانو مرکز ته د خپل ورور کره لاړه، د ورور یوه خونه یې د غالۍ اوبدلو کارخونه کړه. له هغو ساعتونو پرته چې انستېتیوت ته بله تله، ورځې او ان شپې يې د غالۍ اوبدلو د چوکاټ سره تېرېدې. «دا کار راته خورا سخت وو. باید د تلو تر وخت مې غالۍ اوبدلای او کله به چې له درس نه راتلم، له دمې (آرامۍ) پرته مې سمدلاسه په غالۍ اوبدلو کار کاوه، ټوله هڅه مې دا وه، چې وکولی شم په یوه میاشت کې یوه تخته غالي جوړه کړم، تر څو د انستېتیوت فیس او نور لګښتونه پوره شي.»

طالبانو په ۱۴۰۳ کال کې، په روغتیايي انستېتیونو کې هم د ښخو زده کړې بندې کړې، هغه ګام چې د نجونو د هیلو وروستۍ دروازه یې هم وتړله.

دې اقدام د سلطانې دوه کلن سفر په نیمه کې پرېښود. هغې ونه شوای کولی د زده کړو سند تر لاسه کړي. د رستم د اوو پړاونو نکل، په رښتیا د افغان نجونو کیسه ده. معلومه نه ده، چې سلطانه له څو نورو پړاونو واوړي.

یا د ۲۴ کلنې پریسا* کیسه، چې د لوږې او سخت کار د رنځ په زغملو سره یې، د لاسي صنایعو پر مټ د دایکنډي ولایت په مرکز کې روغتیايي انستېتیوت لوست. هغې هم خپله لار په نیمه کې پرېښوده.

د پریسا د خاپوړو په ځای کې هېڅ داسې ښوونځي نه وو، چې له نهم پورته ټولګي ولري. هغه هره ورځ لږ تر لږه درې ساعته او د درې کلونو لپاره یوه لرې ښوونځي ته د تګ راتګ په حال کې وه، تر څو دولسم ټولګی پای ته ورسوي. «یوازې درې ساعته مو په تګ راتګ لګېدل. هغه ګرمۍ او سختۍ خو پر ځای پرېږده.»

په هغه کال چې طالبانو افغانستان ولکه کړ، پریسا د پوهنتون د لومړي کال زده کړیاله وه. د پور په پیسو چې کورنۍ یې هغې ته استولې، د نیلي ښار په مرکز کې ژوند کاوه.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

طالبانو چې پوهنتونونه وتړل، پریسا روغتیايي انستېتیوت ته ولاړه.

په افغانستان کې روغتیايي انستېتیوتونه تر ډېره خصوصي دي. قابلګي، نرسي، د غاښونو او درمل جوړولو لابراتوارونه، هغه څانګې دي، چې په دې روغتیايي بنسټونو کې زده کړې په کې ورکول کېږي.

پریسا د خپلې کورنۍ په اقتصاد حساب نه شوای کولای، هغه په رښتیا پوهېده، چې هغوی په سختۍ یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، کومه لار چې پریسا ټاکلې سخته، خو ګواکي چې یو نه انکارېدونکی واقعیت دی. هغه دا چې افغان نجونې په رښتیا نه درېدونکې دي. پریسا مرۍ او خامک ګنډل کول او له دې لارې یې د انستېتیوت او خپلې زده کړې لګښت برابراوه. هغه سفر چې په دویم کال د طالبانو د مشر په امر تر نن پورې ودرېده.

یادونه: په دې* نښه نومونه، د سرچینو د خوندیتوب په پار مستعار راغلي دي.

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه