تمنا تابان
له هغې ورځې له اوو کلونو زیاته موده تېرېږي، چې د یوه ناپېژانده شي چاودنې د ماه بي بي* د درې زامنو ژوند یو ځای واخیست. ماشومان د یوه ناپېژانده جسم سره په لوبو بوخت وو، چې چاودنه وشوه. په دې پېښه کې شپږ ماشومان و وژل شول او یو بل ماشوم ټپی شوي.
د دې پېښې له قربانیانو درې ماشومان، د ماه بي بي پنځه، یوولس او دوولس کلن زامن وو. د ماه بي بي په وینا هغوی د یوه عمومي سړک پر غاړه لوبې کولې، پرته له دې چې پوه شي له مرګ سره لوبې کوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) چهارشنبې د چنګاښ ۱۰ مه ویلي، افغانستان د ناچاودو توکو د چاودنو د مرګ ژوبلې له پلوه نړۍ کې درېیم هېواد دی او په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.
ماه بي بي د بامیان ولایت د یوه کابو لرې پراته کلي اوسېدونکې ده. د کلي نفوس دومره ډېر نه دی، خو له دې پېښې وړاندې د دې کلي اوسېدونکو ته د ماین د ګواښونو په اړه هېڅ پوهاوی نه وو ورکړی شوی. «هېڅ یوې موسسې د ماین او ناچاودو توکو په اړه پوهای نه دی ورکړی.»
دا پېشه د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۲ مه نېټه رامنځ ته شوې ده. ماه بي بي د ځینو ملاحظاتو له امله چې درلودل یې نه یې غوښتل د کلي کره نوم په دې راپور کې راشي.
د غم له ایرو د پوهای تر څراغ پورې
د «غم له ایرو راپورته کېدلو» تعبیر د ماه بي بي په اړه مبالغه نه ده. نوموړې په هغې ورځ غرمه مهال په کلي کې د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته، ځان د پېښې سیمې ته ورساوه، چې د خپلو ماشومانو په وینو لژند او د دې په بیان «ټوټه ټوټه شوي» جسدونو سره مخ شوه. ماه بي بي په همغه ځای کې او پرته له دې چې وتوانېږي د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي، بې هوښه شوه. «ټول ماشومان سره نېږدې او په کم واټن کې د ویالې خوا ته غورځېدلي و او وینو یې ځمکه سره غړې وه.»
دا راپور د یوې داسې ښځې له غمه ډک او الهام بښوونکی برخلیک دی، چې پرېکړه یې وکړه غم ته تسلیم نه شي، هغې خپل غم په یوه شخصي رسالت بدل کړ او کلونه کېږي، چې د ښځو له مجلسونو تر مذهبي مراسمو پورې د ماین او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه میندو او ماشومانو ته پوهای ورکوي.
له ماه بي بي سره مې پر داسې مهال د هغې په کور کې لیدنه وشوه، چې په خپلو ورځینو کارونو بوخته وه. د کوټې په دېوالونو یې د وژل شویو درې ماشوانو هېڅ نښه نه تر سترګو کېده.
د پېښې څخه وروسته په لومړیو دریو میاشتو کې د هغې د ځان بیانونه ځوروونکي دي. «فکر وکړۍ د چا چې درې زامن په یوه ورځ ټوټې ټوټې شوي وي، څومره سخته ده.»
په لومړیو میاشتو کې ماه بي بي د خپلو ماشومانو له غمه ډک برخلیک په اړه د ګاونډ له ښځو سره کیسې کولې او اوښکې یې تویولې. «هغوی ته مې سپارښتنه کوله، چې خپل ماشومانو ته و وايي، له کوره بهر کله د ناپېژانده شیانو سره مخ کېږي، لاس پرې ونه وهي، ځکه ښايي ماین یا ناچاودي توکي وي.»
ماه بي بي د هرې ورځې په تېرېدو سره دې پایلې ته رسېده، چې هغه لږ تر لږه کولی شي د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي پیغام ورکولو برخه کې د کلي ښځو ته کار وکړي. هغه دې پایلې ته رسېدلې وه، چې د دې لوی ماتم له روحي شوک څخه د راوتو لپاره باید د ژوند د دوام لپاره نوې مانا پیدا کړي.
بامیان د افغانستان یو له مرکزي ولایتونو دی، چې څلور لسیزې جګړې پرې سیوری غوړولی وو، د شورویانو په وړاندې د مجاهدینو له جګړو نیولې بیا تر کورنیو او ګوندي جګړ او همدارنګه د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو تر جګړې، له دې جګړو په زیاته کچه ناچاودي توکي او ماینونه پر ځای پاتې دي.
خو د ماین پاکانو یوې ښځینه ډلې د ۱۳۹۸ کال په لړم میاشت، بامیانو کې د ماین پاکۍ له یوه پراخ کمپاین وروسته اعلان وکړ، چې د بامیان خاوره له ماینونو پاکه شوې ده.
ماه بي بي د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاي لپاره ځانګړې تګلاره رامنځ ته کړې ده. لومړی یې ۲۵ کلنه لور د انټرنېت او زده کړې له لارې د ماین او ناچاودو توکو ډولونو، د هغوی د ظاهري بڼې او د پېښو څخه د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات پیدا کوي. نجلۍ دا مطالب له انټرنېټ څخه چمتو او چاپوي. «وروسته مې زوی پاڼې راته په وار وار لولي او زه باید هغه ټول معلومات یاد کړم.»
هغه د دې مطالبو تر پرلپسې اورېدو وروسته، هغه حافظې ته سپاري او هڅه کوي تر ټولو مهم ټکي یې زیاته یاد ته وسپاري، په ځانګړې توګه دا چې ماشومان باید د ناپېژانده توکو سره د مخ کېدو پر مهال نه باید هغو ته لاس وروړي، وروسته، د ښځو په ناستو، مذهبي مراسمو، ودونو او کورنیو ناستو پاستو کې زده کړي شیان نورو ته په ساده توګه بیانوي.
ماه بي بري د اورېدونکو د پام اړولو په موخه تر ډېره خبرې د خپلو دریو زامنو د وژل کېدو په کیسه پیلوي او له هغې وروسته، د ماین او ناچاودو توکو په اړه توضیحات ورکوي.
هغه وايی: «کله چې ښې خبرې وکړم، لومړی کیسه د خپلو اولادونو څخه پیلوم، چې څه ډول یې ماین ناحقه ژوند واخیست، کله چې و وینم ټول غوږ دي، بیا د ماین او ناچاودو توکو د خطر په اړه خبرې کوم.»
نورو ښځو ته د ماه بي بي ټینګار پر دې دی، چې له خپلو ماشومانو وغواړي هېڅ کله په ناپېژانده توکو لاس ونه وهي. په مجلسونو کې له ځان سره د ماین د ډولونو انځوروه ګرځوي او نورو ته یې ښيي. «ډېری هغه کسان چې زه خبرې ورسره کوم، بې سواده مېرمنې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ویلي، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قرباني ماشومان دي.
د جګړې له دورې پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه نه پوهای، یو له اصلي عواملو دی، چې له ماشومانو ډېره قرباني اخلي. تر ډېره له هغو ماشومانو چې په دې توکو د لوبو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
د شمېرو له مخې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودونو په ترڅ کې، تېر میلادي کال په افغانستان کې ۹۶ تنو د دغه توکو د چاودنو له امله ژوند بایللی، چې د دې قربانیانو ډېر شمېر یې ماشومان دي.
ماه بي بي په ډېری وخت ناسته وي او په مینه په ماشومانه ژبه د ماینونو د خطرونو په اړه ماشومانو ته خبرې کوي. کله که خلک ډېر وي، هغه د خلکو په وړاندې درېږي او خبرې کوي.
ان دغه کار یې کله ناکله د نورو لپاره یوه نمونه هم ده. «یو ځل کله مې چې په دې اړه خبرې کولې، یوه ډله زده کوونکې او لوستې نجونې هم په دریځ کې شتون درلود، هغه ورځ ټاکل شوې وه هغوی د سیمې ښځو ته د مذهبي مسایلو په اړه خبرې وکړي، کله چې هغوی زما خبرې واورېدې، پرېکړه یې وکړه، چې د هغې ورځې په سبا، یوازې د ماین د خطرونو په اړه چمتوالی ونیسي او ښځو ته د احکامو د درس پر ځای [ماشومانو ته د ماین خطرونه] بیان کړي، چې په سبا ورځ یې راغلې او په ډېر ښه چمتوالي سره یې د ښځو لپاره دې د موضوع درس ورکړ.»
د ماه بي بي د پوهاي ډول فعالیتونه رضاکارنه دي او هېڅ رسمي مسوولیت نه لري.
داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د ماین د خطرونو په اړه د پوهای برخه کې کارونه تر پخوا لا مهم کېږي. په دې سره چې افغانستان د ماین او ناچاودو توکو د چاودنو له امله په نړۍ کې درېیم هېواد دی، خو په دې برخه کې د نړیوالو مرستو کمښت کړی دی.
په اړمنو هېوادونو د امریکا متحده ایالتونو د مرستو بندېدو، چې د ټرمپ په امر شوي، په افغانستان کې د حیاتي پروژو لویه برخه، له هغې جملې د ماین پاکۍ پروژې تر اغېز لاندې راوستې او کم رنګه شوې دي.
هلوترسټ تایید کړې، چې افغانستان کې د ماین پاکۍ له بنسټونو سره بهرني مرستې د تېرو دوه کلونو په پرتله ۶۰ سلنه کمې شوې او د دې ادارې له نیمايي زیات کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې دي.
د دې بنسټ ویاند عبدالحق عظیمي بي بي سي ته ویلي: «په ۲۰۲۴ میلادي کال کې موږ ۲۴ میلیون ډالره بودجه درلوده، خو دا بودجه په کال ۲۰۲۵ کې ۱۴ میلیون ډالرو ته راکمه شوه او اوس په ۲۰۲۶ کې لس میلون ډالره بودجه لرو.»
هغه په دې مرکه کې ټیګار کړی، کله چې بودجه کم شي، د ماین پاکۍ فعالیتونه هم کم رنګه کېږي.
بامیان کې یو ټولنیز فعال محمد علي مومني وايي، د دې لپاره چې افغانستان د ماین له خطرونو خوندي پاتې شي، د ماین پاکۍ تر څنګ، د ماه بي بي په څېر رضاکارنه فعالیتونو ته هم اړتیا ده.
د کلي کابو ټول خلک ماه بي بي د یوه غمجنې، خو اتلې مور په توګه پېژني. ان د ماه بي بي په وینا، داسې هم پېښ شوي، چې د هغې هڅې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لامل هم شوې دي.
خپله یوازې یو مورد ته نغوته کوي. یوې مور هغې ته ویلي، چې ماشوم یې له یوه ناپېژانده جسم سره مخ شوی، خو د ماه بي بي د خبرو تر اغېز لاندې یې لاس پرې نه دی وهلی او وروسته معلومه شوې، چې دا ناپېژانده جسم ناچاودي توکي دي. «ښايي دا ډول زیات موارد پېښ شوي وي.»
ماه بي بي په پای کې وايي، دې کار یې د ژوند د درد یوه لویه برخه پټۍ کړې او سکون یې ورکړی دی. «که مې دا ځای ناستی نه درلودای، رښتیا نه پوهېدم، چې د ژوند دا لوی درد به ما چېرته وړي.»







