د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین، نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو هڅه

17 جولای 2026
«هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین، نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو هڅه

په واشنګټن کې «هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین/ انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

زحل آزاد

د امریکا پلازېمنې واشنګټن ډي سي په زړه کې د لینکلن د یادګار مخې ته د لارویانو د مخ کېدو سمبولونه څنګ ته اېښودل شوي دي، چې د دوی ځیرکتیا راپاروي. درې تشې سپینې څوکۍ، اوږدې سپینې جامې، چې د هغې پر مخ د «ښځې» کلمه او نور پیغامونه د افغان ښځو او نجونو په اړه لیکل شوي دي.

لارویان لیکنې لولي او د افغان نجونو ثبت شويو غږونو ته غوږ ږدي چې وايي، د یوه عادي ژوند کولو څخه محرومې شوې دي. د هغې نجلۍ په انګلیسي ژبه غږ چې له نړۍ غواړي دوی هېرې نه کړي. په دې له مخکې ثبت شوي غږ کې له خپلو هیلو وايي، چې نن ورځ په افغانستان کې د ډېرو نجونو لپاره د نه تر لاسه کېدو وړ دي، زده کړه، کار او خپلواکي.

د لینکلن یاد ګار، د خپلواکۍ او برابرۍ لپاره د مبارزې سمبول پېژندل کېږي، د امریکا پلازمېنه کې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه.

دا صحنه په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د یوې لیکوالې او فعالې زهرا یګانه د ۵۰ ورځني کمپاین یوه برخه ده، چې د دغه ښه ځای په یوه کونج کې ده. د آغلې یګانه په وینا، دا حرکت د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام را اړولو او په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو د ملاتړ لپاره د لاسلیکونو راټولولو په هدف پیل شوی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د ښځو د حقونو فعالانوو وکیلانو او د بشري حقونو د مدافعینو له خوا د جنسیتي توپیر د نړیوال حقوقي مفهوم په توګه د پېژندلو په اړه بحثونه راپارېدلي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبان د جنسیتي توپیر مرتکب شوي او له نړیوالو غواړي، چې د هغو په رسمیت پېژندلو سره، د مقابلې او مبارزې لپاره هواره کړي.

په واشنګټن کې «هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین/ انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

زهرا یګانه وايي، د دې کمپاین په اړه فکر له مودو راهیسې شتون درلود. خو دې د خپل کتاب له چاپ کېدو او په هرات کې د تېرې میاشتې له پېښو وروسته پرېکړه وکړه، چې هغه ژر تر ژره عملي کړي.

د زهرا یګانه کتاب «روشنای خاکستر» په دې وروستیو کې په انګلیسي ژبه د «ښځې» تر سرلیک لاندې خپور شوی او د ماشومتوب له ودونو، تاوتریخوالي، له زده کړو د محرومیت او په ایران کې د کلونو ګډوالۍ په اړه د زهرا یګانه شخصي کیسي دي. د لیکوالې په وینا، دا په واقعیت کې د ډېرو افغان ښځو ګډه کیسه ده.

د «ښځې» په سپینه جامه لیکل شوي دي. «زه تل په افغاني ټولنه کې د ښځې له کلمې سره ستونزه لرم، ډېر خلک لا هم د دې کلمې له ویلو ډډه کوي. دا ښيي، چې ان زموږ په ژبه او کلتور کې هم تبعیضي نظر دی.»

طالبانو تېره میاشت د حجاب په پلمه په پراخه کچه د ښځو په نیولو لاس پورې کړ، لسګونه ښځې ونیول شوې او دا لړۍ لا هم دوام لري. دې ډلې د هرات لوېدیځ ته د په جبرئیل ښارګوټي کې د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې لاریونونه په خونړۍ توګه وځپل.

مېرمن یګانه وايي، دا پېښه د دې لامل شوه، چې «هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین ژر تر ژره جوړ شي.

د مېرمن یګانه په وینا، دا کار یو داسې حرکت دی، چې د افغان ښځو ریښتینې کیسې د نړیوالو سترګو ته ږدي. «زما موخه دا ده، چې افغان ښځې خپله د خپل ژوند کیسې او تجربې بیان کړي، نه دا چې پر ځای یې نور خلک خبرې وکړي.»

د لینکلن مخې ته د دې کمپاین جوړلو آسانه کار نه وو. د دې لپاره د اجازې اخیستل، د پروګرام جزیات، په بنرونو لیکنې، د کار اخیستو وړ وسایل او د هغو د جوړېدو موخه باید له وړاندې معلومه کړای شوې وای. مېرمن یګانه وايي، یو هغه لامل چې د جواز اخستل یې آسانه کړل، دا وو چې دا حرکت یوه شخصي او غیر سیاسي پروګرام و او هېڅ ګوند یا سازمان یې تر شا نه وو.

هغه ټینګار کوي، چې د کمپاین موخه سیاسي تبلیغ نه دی، بلکې د افغان ښځو د تجربو کیسې دي.

دې کمپاین تر اوسه پورې ډېر لارویان د ځان لور ته ورکاږلي دي. د امریکا د دولتي ادارو له کارکوونکو نیولې تر عادي وګړو پورې.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

د یګانه په وینا، د امریکا ځینې دولتي کارکوونکو دې ته ویلي، چې د دې کمپاین پیغام به له خپلو همکارانو سره شریک کاندي.

خو تر ټولو ډېر غبرګون د عادي وګړو له خوا دی. مېرمن یګانه وايي، شاوخوا نوي سلنه غبرګونونه مثبت دي.

لارویان د افغان نجونو ثبت شويو غږونو ته غوږ ږدي. د هغو نجونو په اړه کیسو ته چې وايي، غواړي درس ولولي، کار وکړي او خپلواکه ژوند وکړي، خو طالبان یې په وړاندې خنډ دي او له خلکو یې د عادي ژوند کولو حق اخیستی دی. د مېرمن یګانه په وینا، ډېری لیدونکي د دې کیسو له اورېدو اغېزمنېږي او پوښتنه کوي، چې څنګه کولی شي له افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

تر اوسه پورې له دوه زره زیاتو کسانو په لاسلیکونو سره له دې کمپاینه او په افغانستان کې د جنستیي توپیر په رسمیت پېژندلو څخه ملاتړ اعلان کړی دی. مېرمن یګانه په پام کې لري دا لاسلیکونه د یوې عریضې په بڼه د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو ته وړاندې کړي او له هغوی وغواړي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنستیي توپیر په رسمیت وپېژني.

په واشنګټن کې «هره ښځه یوه کیسه لري» کمپاین/ انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

مېرمن یګانه د داسې المانیانو سره مخ شوې، چې په دې کمپاین کې وايي، درې سپینې چوکۍ هره یوه مانا لري. زده کړه، کار او خپلواکي. د دې څوکیو تش توب په دې مانا دی، چې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي. د هغې په اند سپینه جامه هم د افغان ښځو د ناویل شویو کیسو سمبول دی. هغه ښځې چې کیسې لري، خو د بیانولو لپاره یې فرصت نه دی موندل.

د جوړونکو په وینا، تر ټولو لوی خطر چې نن ورځ افغان مېرمنې او نجونې ګواښي. یوازې یو فردي محدودیت نه دی، بلکې یو جوړښتي نظام دی، چې ښځې یې د ژوند له بېلا بېلو برخو حذفوي.

هغه خبرداری ورکوي، چې لوی ګواښ، د نړۍ په لید کې د دې وضعیت عادي کېدل دي. «کله چې هره ورځ د ښځو پر ضد یو نوی قانون تصویبېږي او جدي غبرګون شتون نه لري. دا خطر رامنځ ته کېږي، چې تبعیض او تاوتریخوالی په یوه منل شوي واقعیت بدل شي.»

ټاکل شوې دا کمپاین د روان کال د اګست تر پنځلسمې دوام ولري، خو مېرمن یګانه وايي، موخه یې دا ده نه ده، چې له پنځلسو ورځو وروسته به دا حرکت نه وي، بلکې هڅه کوي، چې دا پروګرام د نویو جوازو په تر لاسه کولو سره دوام پیدا کړي او په یوه نړیوال خوځښت بدل شي.

مېرمن یګانه په ساعتونو ساعتونو ولاړه وي او له لارویانو سره خبرې اترې کوي او د هغوی پوښتنې ځوابوي. دا کار د امریکا په دې سخته ګرمۍ کې خورا ستونزمن او سخت دی. خو مېرمن یګانه د دې ننګونو په اړه وايي: «زه دلته کولی شم په آزاده توګه تګ راتګ وکړم، کار وکړم او خبرې وکړم، خو افغان نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. همدا موضوع د دې لامل کېږي، چې دوام ورکړم.»

ګڼ پیغامونه چې د لیدونکو څخه تر لاسه شوي دي، هم د هغې لپاره انګېزه ورکوونکي دي. د بېلګې په توګه د یوې امریکايي ښځې پیغام: «زه د افغان نجونو تر څنګ ولاړه یم، او په ټوله نړۍ کې د افغان ښځو په پیوستون ایمان لرم.»

یا د یوه بل لیدونکي دا زړه راښکوونکی پیغام: «تاسو یوازې نه یاستۍ. موږ ستاسو تر څنګ یو او تاسو نه هېرو.»

اړوندې لیکنې

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026
طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل ښارګوټی کې یوه ځوانه نجلۍ د بې حجابۍ په تور نیولې

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه