فاریاب کې ځايي طالب چارواکي وايي، د دې ولاتی په خیبر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
رخشانه: فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي ځايي رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون (جمعه د لړم اوله) د خیبر ولسوالۍ په «کټه ریش» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د مرادي په وینا، دا پېښه د یوه «فلانکوچ» ډول مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله، رامنځ ته شوې، چې په کې ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، دا موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله، لومړی له سړک اوښتی او وروسته چپه شوی دی.
د هغه په وینا، په دې موټر کې ټول سپاره کسان د خیبر ولسوالۍ د «ایستال» کلي اوسېدونکي او یوه واده ته روان وو.
فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، دې موټر کې ټول سپاره کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د دې ترافیکي پېښې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
هر کال په ټول هېواد کې لسګونه ښځې او ماشومان د ترافیکي پېښو قرباني کېږي.
خراب سړکونه، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول، له حده زیات ګړندۍ تګ او د نقلیه وسایطو زړښت، په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو اصلي لامل بلل کېږي.







