رخشانه رسنۍ په کال ۱۳ ۹۹ کې جوړه شوې، دا یوه خپلواکه رسنۍ ده، چې ښځو اړوند موضوعات په داخلي او نړیوالو برخو کې تر پوښښ لاندې نیسي.
رخشانې رسنۍ د افغانستان په ټولنه کې د حاکمې فضا په درک کولو سره فعالیت پیل کړی، تر څو د وخت سره سم د ښځو په ملاتر په ټول افغانستان کې د شته وضعیت، دیموکراسۍ د پلي کېدو، برابرۍ او عدالت برخو کې برخه واخلي، د ښځو د پېښو په اړه اطلاعات رسنیز کړي او د ښځو ضد باورونو د رغاوي او له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي.
ټاکل شوې رخشانه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو د پوهاوي، معلوماتو، تحلیل او څېړنې په برخو کې فعالیت پیل کړي.
په لاندې لېنک کې د رخشانې رسنۍ په اړه زیات څه ولولۍ:
https://rukhshana.com/why-the-name-rukhshana-2
د رخشانې رسنۍ سیاست
رخشانه رسنۍ د هېواد د عامه رسنیو د قانون په رڼا او د بیان د آزادۍ اصل په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، خلک واکۍ او بشري حقونو د آزادۍ د پیاوړتیا غوښتوونکې ده.
رخشانې تل د افغانستان د دولت او خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې زیان منوونکي پاړکي «ښځو» د لاس ته راوړنو ملاتړ کړی او د خلک واکۍ او بشري حقونو د ارزښتونو ساتلو ته ژمنه ده.
رخشانه هڅه کوي، چې د ښځو اړوند خبرونه او موضوعات په وخت دقیقه او بې پرې توګه په بېړه ورسوي.
رخشانه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له ټولو ښځو غواړي، چې پر وړاندې یې د خنډونو او فرصتونو په اړه لیکنې وکړي تر څو له دې لارې یو له بله خبرې وکړو. موږ په دې باور یو تر څو د خنډونو او ستونزو په اړه خبرې اترې ونه شي، حل لارې ورته نه شي پیدا کېدلی.
رخشانه رسنۍ د ورته راغلو مطالبو د خپرولو په پار مسوولیت نه لري، بلکې یوازې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ښځو د تحلیلونو او نظریاتو د خپرولو لپاره یو پلیټ فارم دی.
د امتیاز خاوند:
زهرا جویا | zahra.joya@rukhshana.com
د خوندیتوب پلاوی:
د رخشانې رسنۍ د خوندیتوب پلاوی
ایمیل:
