د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سیما باهوس: د طالبانو له ظلم سره سره افغان ښځې امیدواره دي، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږي

7 اکتوبر 2025
سیما باهوس: د طالبانو له ظلم سره سره افغان ښځې امیدواره دي، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږي

عکس: Un women

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو څانګې اجرايي مدیره سیما باهوس ویلي، د طالبانو له ظلم سره سره افغان ښځې امیدواره دي، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږي.

رخشانه: هغې دغه څرګندونې تېره ورځ (دوشنبې د تلې ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې، چې د «ښځو، سولې او امنیت» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، مطرح کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو څانګې اجرايي مدیرې، ویلي، د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي، باور لري، چې نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.

باهوس زیاته کړې، افغانستان کې ښځې سره له دې چې «هره ورځ د طالبانو تر ظلم لاندې ژوند کوي، خو تمه لري، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږي.»

هغې د افغان ښځو هیلې «یوازې یوه آرزو، یا زغمونکې وسیله» نه، بلکې «یوه سیاسي بیانیه، یو باور او یو الهام» بللی دی.
نوموړې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او آزادیو پر وړاندې محدودیتونو ته په اشارې سره زیاته کړې، له افغانستان سره د مرستندویه بودجې په کمښت سره، د نجونو لپاره د زده کړو فرصت کمزوری شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیالې او د دغه سازمان د ښځو څانګې اجرايي مدیره د «سولې د خبرو اترو په مېز کې د ښځو د شتون او د سوله ساتونکو، سولې جوړونکو او د بشري حقونو د مدافعینو په توګه د دوی د دومداره ملاتړ ډاډمنولو لپاره د مثبت اقدام» غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

نوموړې همدارنګه د «ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو، د ټیکنالوژیک جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د راڅرګنېدونکو بڼو سره د مقابلې او په حقیقي او مجازي فضا کې د ویجاړونکو کیسو سره د مبارزې» غوښتنه وکړه.

د «ښځو او نجونو پر وړاندې د جرمونو د عامیلینو لپاره د معافیت پای ته رسول، د نړیوالو قوانینو درناوی او منل، د وسلو خاموشه کول او د ښخو اجنډا بنسټیزه کول» د ملګرو ملتونو د دې چارواکې نورې غوښتنې وې.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه