د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضه ښځې: د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل له انساني او سیاسي اصولو سره ټکر کې عمل دی

15 جولای 2025
معترضه ښځې: د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل له انساني او سیاسي اصولو سره ټکر کې عمل دی

په یوه ګډه اعلامیه کې، د افغان ښځو لسګونو اعتراض کوونکو غورځنګونو د روسیې حکومت لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل رد کړي او دا یې «شرمناک» بې ایمانه د انساني او سیاسي ګام مخالف عمل بللی دی.

رخشانه: نن (جمعه د چنګاښ ۱۳ مه) د اعتراضي غورځنګونو په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو په رسمیت پیژندل په ځمکه د واقعیت له پامه غورځول او په قصدي ډول په افغانستان کې د زرګونو سیستماتیک بشري حقونو سرغړونو څخه د سترګو پټولو په مانا دی.

د معترضو ښځو غورځنګونو ویلي، د روسیې حکومت د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو او آزادیو په اړه د طالبانو سخت محدودیتونه له پامه غورځولي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو ډله د خلکو استازې او د افغانستان د ګټو ساتونکې نه، بلکې یوه ایډیالوژیکه، له تاوتریخوالي ډکه او شاته تګ لرونکې ډله ده او افغانستان یې په داسې یو هېواد بدل کړی چې ښځې پکې له خپلو اساسي بشري حقونو څخه بې برخې دي او د آزادۍ غږ غلی شوی دی.

د معترضو ښځو غورځنګونو ویلي، د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل «نه یوازې د ظالم رژیم سره سیاسي ملګرتیا ده، بلکې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو د مبارزو لپاره ښکاره سپکاوی او په نړیواله کچه د بشري حقونو د اصولو روښانه کمزورتیا ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

بسم الله تابان: افغان ښځو له نورو زیات د طالبانو له محدودیتونو زیان لیدلی

اروپايي ټولنه: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو خنډ دی

دوی په نړیواله ټولنه، نړیوالو ادارو او مسؤلو حکومتونو غږ وکړ چې د «د یو مطلق العنان، ښځو ضد او تاوتریخوالي ډک رژیم د پیژندلو» په وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ماښام اعلان وکړ چې په رسمي ډول یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی دی. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې روسیې په رسمي ډول دا ډله په رسمیت پیژندلې ده. په هېواد کې د طالبانو له څلورو کلونو واکمنۍ وروسته، روسیه لومړنی هېواد دی چې په رسمي ډول یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژاند.

اړوندې لیکنې

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي
خبر

یوناما د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په تور له ۵۰ د زیاتو ښځو نیول مستند کړي

15 اکتوبر 2026
کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل
خبر

کندهار او پروان کې ترافیکي پېښو د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه و وژل

15 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده

15 اکتوبر 2026
«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی
خبر

«ګابریلا هرسټ» برنډ او فیروزکوه بنسټ: د پاریس فېشن اوونۍ کې ګلدوزي شوې نمونه د هزاره ګانو اصلي هنر دی

15 اکتوبر 2026
تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی
خبر

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

14 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه