د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په دوو ولایتونو کې د یو ښځې په ګډون څلور تنه په دورو ووهل

15 جولای 2025
طالبانو په دوو ولایتونو کې د یو ښځې په ګډون څلور تنه په دورو ووهل

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو له مخې، دې ډلې (پنشنبې د چنګاښ ۱۲) په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه په عام محضر کې په دورو ووهل.

رخشانه: دا خلک د «له کوره د تېښتې، له واده بهر جنسي او غیرقانوني اړیکو» په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «له کوره د تیښتې او له واده پرته د جنسي اړیکو» په تور ۳۳ دورې وهل شوي دي.

د دره ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې پر بنسټ، دغو کسانو ته د پنځو او شپږو میاشتو بند سزا هم ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بل بیان کې لیکلي چې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې دوه کسان د «ناقانونه اړیکو» په تور ۳۰ دورې وهل شوي دي.

دغو کسانو ته د پشت رود ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې پر بنسټ د یو کال بند سزا هم ورکړل شوې ده. په تېره اونۍ کې، طالبانو په کابل، سرپل، جوزجان، کونړ او فاریاب ولایتونو کې د مختلفو تورونو په تور د دریو ښځو په ګډون ۳۳ کسان په عام محضر کې په وهلي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

اړوندې لیکنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026
یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې
خبر

یوناما: کابل او هرات کې کابو ۵۲ ښځې او نجونې توقیف یا نیول شوې

8 اکتوبر 2026
اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
خبر

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

7 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي
خبر

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

6 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه