د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بیان د آزادۍ مرکز: د طالبانو نوې کړنلارې د بیان د آزادۍ لپاره هیڅ ځای نه پرېنښود

15 جولای 2025
د بیان د آزادۍ مرکز: د طالبانو نوې کړنلارې د بیان د آزادۍ لپاره هیڅ ځای نه پرېنښود

د بیان د آزادۍ مرکز (FSC) د طالبانو د نوې کړنلارې، چې سرلیک یې «په افغانستان کې د سیاسي پروګرامونو د مدیریت پالیسي» ده، په ځواب کې ویلي دا لارښود تقریبا د بیان د آزادۍ لپاره هېڅ ځای نه دي پرېښودی.

رخشانه: دغه رسنیز بنسټ (پنشنبې د چنګاښ ۱۳مه) په خپله ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو دا کړنلاره غندلې ده.

د بیان د آزادۍ مرکز لیکلي: «دا سیاست د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د مطبوعاتو پر آزادۍ او خپلواک ژورنالیزم یو بل سخت ګذار دی.

دا مرکز د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی لارښود په رسنیو کې د سیاسي مسلو په اړه د بحث پر لارو چارو بې ساري کنټرول ګڼي، چې د بیان د آزادۍ لپاره هېڅ ځای نه پریږدي.

د دې کړنلارې له مخې، د سیاسي پروګرامونو د ټولو منځپانګو مخکې له مخکې تصویب لازمي دی او د پروګرامونو تولیدونکي باید موضوعات هره ورځ د لومړني تصویب لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري.

د بیان د آزادۍ مرکز ویلي:«دا کړنلاره د طالبانو د بیاناتو سره ایډیالوژیکي سمون پلي کوي او له خبریالانو، شنونکو او د سیاسي خبرو اترو کارپوهانو څخه غواړي چې د طالبانو لخوا صادر شوي پیژندپاڼې ترلاسه کړي.»

همدارنګه، د نویو لارښود له مخې، سیاسي کارپوهان باید د طالبانو ډلې نظرونو ته خپله وفاداري ثابته کړي، او هېڅ شنونکی یا کارپوه اجازه نه لري چې د طالبانو د بیانیو پر ضد خبرې وکړي.

د بیان د آزادۍ مرکز دا نوی لارښود د «شمالي کوریا، چین او ایران لخوا کارول شوي د رسنیو د کنټرول تاکتیکونو» سره ورته بولي، کوم چې یوازې دولتي رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

دغه مرکز ویلي:«د دې ځپونکو اقداماتو په غوره کولو سره، طالبانو د سیاسي ژورنالیزم لپاره په نړۍ کې یو له خورا دښمنانه چاپیریالونو څخه رامنځته کړی دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

دې رسنۍ د طالبانو نوې کړنلاره د مخالفت د خاموشولو، د بحثونو د له منځه وړلو او د ویرې او څارنې له لارې د ډلې د ایډیالوژۍ د منلو او زغم هڅه بللې ده.

د بیان د آزادۍ مرکز، د طالبانو لخوا د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو محدودیتونو ته په اشارې سره زیاته کړې، په افغانستان کې خبریالان له ګواښونو او ځورونو سره مخ دي.

دا مرکز د هغو خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی چې د حقیقت ویلو له لارې د طالبانو د ظلم په وړاندې مقاومت کوي.

د بیان د آزادۍ مرکز په نړیواله ټولنه او د رسنیو ملاتړ کونکو سازمانونو غږ کړی چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه