د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بښنې نړیوال سازمان: ایران باید افغان ښځې او نجونې د لومړنیو کډوالو په توګه وپیژني

24 جولای 2025
د بښنې نړیوال سازمان: ایران باید افغان ښځې او نجونې د لومړنیو کډوالو په توګه وپیژني

Photo: Mohammad Balabuluki

د بښنې نړیوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د درېدو غوښتنه وکړه وايي، دغه هېواد باید افغان ښځې او نجونې د لومړنیو کډوالو په توګه وپېژني.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ (جمعه د چنګاښ ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې ایراني چارواکي باید ژر تر ژره د افغان کډوالو پراخ ایستلو او هغه کسانو چې په ایران کې زېږېدلي ایستل ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې ایران باید د کډوالو ستنولو د اصل ماتونې ته نور د پای ټکی کېږدي ځکه د هغه کسانو ستنول چې د بشري حقونو د نقض له خطر سره مخ دي ممنوع دي.

په اعلامیه کې ویل شوي«ټول هېوادونه له دې ډلې ایران باید افغان ښځې او نجونې د لومړنیو کډوالو په توګه په رسمیت وپیژني او هغوی هغه ځای ته چېرته چې طالبان د بشريت پر وړاندې جنایتونو ځورونې او جنسیتي توپیر تر سره کوي ستانه نه کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران حکومت په تاوتریخوالي سره افغان نارینه، ښځې او ماشومان د دوی په کورونو «په یرغل» کولو سره په خپل سر نیسي او په زور یې له هېواده شړي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې ایران په روان میلادي کال کې د ښځو او بې سرپرسته ماشومانو په ګډون له یو نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستلي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، له ایران څخه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج په داسې حال کې ترسره کیږي چې «په افغانستان کې د بشري حقونو بحران» روان دی. د دغه بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي ډېری هغه کسان چې په «اجباري توګه) افغانستان ته ستنول شوې په کې هغه له ګواښ سره مخ ښځې او نجونې دي، چې یا معترضې دي، یا د بشري حقونو فعالینې او یا هم خبریالانې.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه