د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوها:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ستنېدونکو لپاره امن نه دی

24 جولای 2025
د ملګرو ملتونو کارپوها:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ستنېدونکو لپاره امن نه دی

Photo: UN Special Procedures

د افغانستان لپاره د بشر حقونو د نړیوال سازمان د ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ستنېدونکو لپاره امن نه دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره ورځ(جمعه د چنګاښ ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي، چې له ایران څخه د قانوني اسناد لروونکو په ګډون د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ کې خورا زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل غندلي او ویلي یې دي، چې له ۳۰۰ زره زیات کډوال له پاکستان او له ۱.۵ میلیونه څخه زیات هغه یې له ایران څخه ایستل شوي دي.

هغوی د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړې ته په نغوتې سره ویلي، چې د ښخو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې په هغو کې بې سرپرسته ماشومان هم شته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په اعلامیه کې راغلي:«ستنېدل باید ژر تر ژره ودرول شي، نږدې څلور کاله وړاندې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د بشري حقونو خرابېدونکي وضعیت ته په پام سره، افغانستان د راستنېدونکو لپاره خوندي هېواد نه دی.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، چې له ایران څخه ډېری ایستل شوي ګډوال د طالبانو له ځورونې، ګواښونو او غچ اخیستنې سره مخ دي.

هغوی ټینګار کړی، هغه افغان ښځې او نجونې چې له ایران څخه ایستل شوې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو محرومېږي او دوی به د بولهوسانو او رنګینې ټولنې د غړو له ځورونې او ربړونې سره مخ کېږي.

د کارپوهانو په وینا، پخواني امنیتي ځواکونه، له هغې ډلې څارنوالان، پر طالبانو نیوکه کوونکي، د بشري حقونو فعالان، ښځینه اعتراض کوونکې، خبریالان او مذهبي او قومي لږکي، که افغانستان ته راستانه شي نو د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له ګواښ سره به مخ شي.

هغوی ویلي: «هېڅ دولت باید په افغانستان کې دا ریښتیني ګواښونه له پامه ونه غورځوي. د دې کولو لپاره [د ګواښ سره مخ خلکو ایستل] به د دوی خپل اخلاقي او قانوني مسؤلیت څخه د لاس اخیستلو په مانا وي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، چې د ایران حکومتي ځواکونه له ایران څخه د ایستلو پرمهال کډوال ځوروي او ناوړه چلند ورسره کوي او دې چلند دوی ته «جدي اندیښنې» راپورته کړې دي.

هغوی د افغانستان او کوربه هېوادونو لپاره د بشري غبرګونونو د زیاتوالي او د افغان وګړو د کډوالۍ قضیو او د دوی د نړیوال خوندیتوب اړتیاو ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د بیا مېشتېدنې پراخولو او درېیم هېوادونو ته د تکمیلي لارو د جوړولو او د کوربه هېوادونو څخه د وتلو د اسانتیا لپاره د اقداماتو غوښتنه هم وکړه.

دوی د ښځو او ماشومانو په ځانګړې توګه د هغو ښځو چې د کورنیو سرپرستانې دي او محرم نه لري د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده او د هغوی لپاره یې د پاملرنې او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه