د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

تازه جزیات، طالبانو د کابل په لوېدیځ کې کابو ۳۰ نجونې نیولې دي

24 جولای 2025
طالبانو د کابل په لوېدیځ کې لسګونه ځوانې نجونې نیولې دي

Photo: Social Media

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو کابو ۳۰ ځوانې نجونې نیولې او په ښار کې یې ګزمې پراخې کړې دي.

رخشانه: د کابل په لوېدیځ کې څلورو عیني شاهدانو رخشانې رسنۍ ه ویلي، چې دغه ځوانې نجونې تېره ورځ شنبې(د چنګاښ ۲۸ مه) نیولې دي.

د رخشانې رسنۍ خبریالانو په کابل له شپږو سرچینو او عیني شاهدانو سره د طالبانو له لوري د نجونو د نیولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو کابو ۲۰ نجونې د رسالت له کوڅې او شاوخوا ۹ نجونې نورې د «برچي سنټر» او ټانګ تېل سیمو څخه نیولې دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې نجونې د ۱۴ او ۱۹ کلونو تر منخ عمرو لرونکې وې.

د یوې سرچینې په وینا، د طالبانو ځواکونو یو شمېر نجونې د خپلو هټیو له داخل څخه و ایستلې او له ځان سره یې یووړې.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

سرچینې زیاته کړې، چې نجونو مناسب حجاب درلود خو طالب ځواکونو هغوی ونیوې.

یوې بلې سرچینې رخشانې رسنۍ ته و ویل، د ژبې د زده کړو د یوه مرکز یوه مسوول ټولو نجونو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته یې که مناسب حجاب نه درلود ټولګي ته د ننوتو اجازه نه لري.

د هغه په وینا، د حجاب په اړه د طالبانو د نویو سختیو له امله یو شمېر نجونو په ټولګي کې د حضور په ځای په انلاین بڼه زده کړو ته مخه کړې ده.

تر اوسه د دغه نجونو د خوشي کېدو په اړه دقیق خبر نشته او معلومه نه ده چې هغوی چېرته لېږدول شوې دي.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه