د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو فعالانو له طالبانو سره د سیاسي اړیکو په عادي کولو او د کډوالو په ایستلو اندېښنه څرګنده کړې

24 جولای 2025
د بشري حقونو فعالانو له طالبانو سره د سیاسي اړیکو په عادي کولو او د کډوالو په ایستلو اندېښنه څرګنده کړې

Photo: Bakhtar News Agency

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو، د ښځو اعتراضي غورځنګونو غړو، مدني بنسټو او د افغانستان دیاسپورا المان هېواد ته په یوه سرخلاصي لیک کې دغه هېواد ته له طالبانو سره د سیاسي اړیکو د عادي کولو او دغه راز د افغان پناه غوښتونکو په اړه خبرداری ورکړی دی.

رخشانه: په دغه لیک کې چې تازه خپور شوی راغلي، د المان دولت دغه اقدام د بشري حقونو له بنسټیزه اصولو او نړیوالو ژمنو سره د دغه هېواد ښکاره سرغړونه ده.

د لیک لاسلیک کوونکو ټینګار وکړ چې طالبان، د بشري حقونو د منظم سرغړونکي او د جنسیتي توپیر د مرتکب په توګه، په افغانستان کې د ترهګرۍ، قومي تبعیض او د ښځو او نجونو د ظلم پر بنسټ یو سیسټم رامنځته کړی دی.

دوی په افغانستان کې د ښځو د اساسي حقونو او آزادیو په اړه د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره وکړه او وايي، د طالبانو سره هر ډول سیاسي ښکیلتیا د دولتونو له خوا د نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه ده.

د بشري حقونو فعالانو افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو خطرونو ته اشاره کړې ویلي یې دي په اوسنیو شرایطو کې دا عمل هغو هېوادونو ته د کډوالو د نه راستنېدو د اصولو ښکاره سرغړونه ده چېرې چې دوی د ګواښ، شکنجې یا ورکېدو خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو فعالانو د جرمني پر حکومت غږ وکړ چې د طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو پروسه ودروي او سملاسي افغانستان ته د کډوالو ستنولو پریکړه بېرته واخلي.

دوی د بشري مرستو په چمتو کولو او د ښځو او نجونو قومي او مذهبي اقلیتونو او د افغانستان د مدني ټولنې د ملاتړ په برخه کې د بشري حقونو اصولو ته د درناوي غوښتنه هم وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي د المان دولت باید د طالبانو مشران د بشري حقونو پر وړاندې د جرمونو او جنسیتي توپیر په خاطر په نړیوالو محکمو کې په قانوني توګه مسؤل وګڼي.

دا فعالان تمه لري چې د المان دولت به د بشري حقونو په اړه د رڼه او ژمن دریځ په غوره کولو سره د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او له هر هغه عمل څخه به ډډه وکړي چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه