د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په کابل کې کابو سل ښځې نیولې او یو شمېر یې له یوې شپې ورځې وروسته خوشې کړې

24 جولای 2025
طالبانو په کابل کې کابو سل ښځې نیولې او یو شمېر یې له یوې شپې ورځې وروسته خوشې کړې

Photo: Social Media

کابل کې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د کابل ښار په «شهر نو» سیمه کې کابو سل ځوانې ښځې نیولې او یو شمېر یې له یوې شپې ورځې بند وروسته په ضمانت خوشې کړې دي.

رخشانه: کابل کې دریو سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې دغه ښځې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام (د چنګاښ ۲۵ مه) نیول شوې دي.

یو سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې دغه مېرمنې د ښار له منځ او ځینو روغتونو څخه نیول شوې او د طالبانو د امربالمعروف بندخونو ته وړل شوې دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو دغه ځوانې مېرمنې د «حجاب) نه مراعت کولو په تور نیولې دي.

سرچینې ټينګار کړی، چې د طالبانو له لوري نیول شویو ډېری مېرمنو مکمل اسلامي حجاب درلود خو دغه ډلې هغوی هم نیولې دي.

په ورته وخت کې یوه بله سرچینه وايي، چې له نیول شویو ښځو څخه یو شمېر یې له یوې شپې او ورځې زندان څخه وروسته په ضمانت خوشې شوې دي.

په هغه انځوریزه ویډیوګانو کې چې په خوله رسنیو لاس په لاس کېږي لیدل کېږي، چې څو مېرمنې د طالبانو د ځواکونو له خوا کلابندې شوې دي.

یوه مېرمن په لوړ غږ طالبانو ته وايي:«موږ مو له ژوند، تحصیل او ښوونځي ته له تلو راګرځولې یو، نور څه غواړۍ؟ له خدایه و ډار شۍ!»

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په کابل کې د ښځو د نیول کېدو خبر رد کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د دغه ځوانو ښځو نیول کېدو د بشري او ښځو د حقونو د فعالینو غبرګونونه راپارولي او د طالبانو له بند څخه یې د هغوی د فوري خلاصون غوښتنه کړې ده.

تر اوسه کره معلومه نه ده، چې نیول شوې ښځې ټولې خوشې شوې که لا هم د طالبانو په بند کې دي. سرچینو رخشانې رسنۍ ته د یو شمېر ښځو د خوشي کېدو پخلی کړی خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه