د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د کابل په لوېدیځ کې لسګونه ځوانې نجونې نیولې دي

24 جولای 2025
طالبانو د کابل په لوېدیځ کې لسګونه ځوانې نجونې نیولې دي

Photo: Social Media

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو لسګونه ځوانې نجونې ونیولې او نامعلوم ځای ته یې وړې دي.

رخشانه: په کابل کې لږ تر لږه دریو سرچینو له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې تایید کړه، چې دغه ښځې نن (شنبې د چنګاښ ۲۸ مه) له غرمې وروسته د دشت برچي له بېلا بېلو سیمو څخه نیول شوې دي.

یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته و ویل، دغه ښځې د رسالت له کوڅې، احمدیان او برچي له سوداګریزه مرکزونو څخه نیول شوې او نامعلوم ځای ته وړل شوې دي.

د دغه سرچینې په وینا، طالبانو دغه ځوانې ښځې د «اسلامي حجاب» نه مراعت کولو په تور نیولې دي.

یوې بلې سرچینې رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د وسلو په زور څو ځوانې ښځې د برچي د ټانک تېل په سیمه کې رنجرې ته پورته کړې او نامعلوم ځای ته یې یووړې.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې ښځو د نیولو پر مهال هېڅ ښځینه سرتېرې شتون نه درلود او هغوی د نارینه وو له خوا ونیول شوې.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

بلې سرچینې رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په برچي کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو شمېر زیات شوی دی.

د سرچینې په وینا، طالب چارواکو د زده کړو څو مرکزونو ته ویلي، چې نجونې له حجاب او ماسک پرته ټولګیو ته پرېنږدي.

په ورته وخت په هغه پیغام کې چې د کابل د لوېدیځ د دیارلسمې ناحیې د مخور شورا د رییس له خوا د دشتې برچي قومي مخورو ته په واټساپ کې لېږل شوی لیکل شوي دي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کابل ښار ټولو حوزو ته مکتوبونه لېږلي، چې ښځې «څرنګه چې لازم دي» هغه ډول حجاب نه مراعت کوي.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د مخورو شورا د رییس په وینا، ښځې او نجونې باید په سمه توګه حجاب مراعت کړي«له هغې پرته (له هغوی سره) د شرعیت له حکم او قانون سره سم چلند کېږي.»

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د مخورو شورا د رییس، د کوڅو له استازو، ګذر وکیلانو او سیمه ییزه ملا امامانو غوښتي، چې کورنیو ته نصحت وکړي تر څو اسلامي حجاب مراعت کړي.

طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د کابل له «شهر نو» سیمې لسګونه ښځې نیولې وې. سرچینو ویلي و چې دغه ښځې هم د بد حجابۍ په تور د طالبانو له خوا نیول شوې وې چې یو شمېر یې له یوې شپې ورځې بند وروسته په ضمانت د طالبانو له بنده خوشې شوې.

اړوندې لیکنې

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی
خبر

غزني کې یو ماشوم د اوبو په حوز کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی

17 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه