د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لغمان کې د کوهي پر اوبو جګړې د یوې ښځې ژوند واخیست

29 جولای 2025
لغمان کې د کوهي پر اوبو جګړې د یوې ښځې ژوند واخیست

 لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې د کوهي د اوبو پر سر د دوه کورنیو په جګړه کې یوه مېرمن وژل شوې او د یوې ښخې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

رخشانه: لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي ویلي، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبې د زمري اوله) د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په عبدالرحیمزي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، پېښه لومړی د دوه کورنیو د ښځینه وو تر منځ پېښه شوې او وروسته د دغه کورنیو نارینه وو پر یو بل ډزې کړې دي. 

یوسفزي زیاته کړې، د دغه دوه کورنیو د ډزو په ترڅ کې یوه ښځه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د پېښې د ټپيانو د روغتیايي وضعیت، هویت او عمر په اړه څه نه دي ویلي.

معلومه نه ده، چې د پېښې قربانیان له یوې کورنۍ دي، که له دواړو.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

لغمان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند وايي، د پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي او یو شمېر هم له سیمې تښتېدلي دي.

له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان د ملکیت، میراث د وېش او شخصي اختلافاتو په جګړو کې قرباني شوي دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه