د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په دورو وهلي

29 جولای 2025
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په دورو وهلي

عکس: APF

د طالبانو د سترې محکمې له خوا د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، دغه ډلې په روانه اوونۍ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو، پکتیا، جوزجان، تخار، کونړ او بلخ کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان «د نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، له کوره د تښتولو او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دی.

دوه تنه د تېرې یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹ مه) د «نامشروع اړیکو» په تور په پکتیا ولایت کې په عام محضر کې ۳۵ دورې و وهل شول.

دغه راز یاد کسان، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له لوري په ۱۸ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د (زمري اوله) د چهارشنبې په ورځ بیا د دوه ښځو په ګډون اووه تنه« د نامشروع اړیکو، له کوره د تښتې، له کوره د تښتولو او لواطت» په تور په جوزجان، تخار، کونړ او بلخ ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، په جوزجان ولایت کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې ۲۵ دورې و وهل شول.

معلومه نه ده، چې دا کسان په څو میاشتې بند محکوم شوي دی.

یادې محکمې دغه راز لیکلي، تخار کې بیا د یوې ښځې په ګډون دوه تنه «د نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې او له کوره د تښتولو» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دا هم نه ده معلومه چې یادو کسانو ته څو میاشتې بند اورول شوی دی.

دغه راز د طالبانو محکمې اعلان کړی دی، چې کونړ ولایت کې یو تن د«لواطت» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې ووهل شو.

دغه کس د کونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ د طالبانو د ځايي محکمې له خوا په دوه میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د (زمري ۲ مه) د پنشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې یوه ښځه «د نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوې ده.

معلومه نه ده، چې دغه ښځې ته څومره موده بند اورول شوی دی.

طالبانو تېره اوونۍ، په بلخ او سرپل ولایتونو کې د شپږو ښځو په ګډون ۲۰ تنه د «نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې، قمار، قتل، له واده مخکې د جنسي او تلېفوني اړیکې» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه