د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو نیول د بشري حقونو له بنسټیزه اصولو ښکاره سرغړاوی دی

29 جولای 2025
د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو نیول د بشري حقونو له بنسټیزه اصولو ښکاره سرغړاوی دی

انځور: AFP

د افغانستان د بشري حقونو مرکز(AHRC) په کابل کې د طالبانو له لوري په خپل سر د ځوانو نجونو او ښځو د نیولو نوې څپې د بشري حقونو د بنسټیزه اصولو په ځانګړې توګه د آزادۍ او شخصي امنیت د حق ښکاره سرغړاوی بللی دی.

رخشانه: د بشري حقونو دغه مرکز نن(سه شنبه د چنګاښ ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په کابل کې لسګونه ځوانې نجونې او ښځې د طالبانو له لوري نیول شوې او نامعلوم ځای ته وړل شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز لیکلي، چې کابل کې د نجونو او ښځو د نیولو پر مهال طالبانو له هغوی سره د تاوتریخوالي او سپکاوي ډک چلند کړی او د هغوی کورنۍ یې د نیول شویو ښځو د برخلیک په اړه په پته خوله کېدو ګواښلې دي.

په اعلامیه کې راغلي:«دا وضعیت په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې د هاګ نړیوالې محکمې د ښځو د پراخ او سیستماتیک ځورونې په دلیل د طالبانو د رهبر او سترې محکمې د مشر د نیولو امر صادر کړی دی.»

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د نیول شویو کسانو د برخلیک او روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طالبان «د خپل سرو نیونو، سیستماتیکو شکنجو او جنسي تېري په اړه تورې کارنامې» لري.

یاد مرکز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا رامنځ ته شوې له وېرې او چوپتیا ډکه فضا کول شي ښخې او نجونې له عمومي برخو، تحصیل او مدني ګډون څخه خذف کړي، چې د هېواد د راتلونکې لپاره به نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د بشري حقونو دغه مرکز له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نیونې د دې نوې څپې پر وړاندې بېړنی غبرګون وښي او ټینګار یې کړی، چې دغه اقدام نه یوازې نیول شویو کسانو ته نېغ زیان رسوي، بلکې د افغانستان د ټولنې ټول رواني، ټولنیز او اقتصادي پاړکي تر نېغ اغېز لاندې راولي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو لکه د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمېسیون څخه غوښتي، چې په کابل کې د ښځو د خپل سره نیونې څپې پر وړاندې غبرګون وښيي او د دغه کړنلارې د درېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

همدارنګه دغه مرکز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې پر طالبانو خپل سیاسي او حقوقي فشارونه ډېر کړي او د دغه جنایت کوونکو پر وړاندې د نړیوالو حقوقي توکو څخه کار واخلي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو، اسلامي هېوادونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو څخه هم غوښتي، چې د طالبانو له خوا د ښخو او نجونو خپل سره نیونې د بشریت پر وړاندې جنایت په توګه وغندي او د نیول شویو ښځو د شفاف خوشي کېدو لپاره د پلټنې غوښتونکي شي.

دغه راز د افغانستان د بشري حقونو مرکز د هاګ له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د افغانستان دوسیې ته د یوه لومړیتوب لرونکي وضعیت په توګه ګړندۍ کړي او د طالبانو د نورو مشرانو په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت د چارواکو په اړه چې د نجونو او ښځو په نیولو، ځورولو او شکنجه کولو کې دخیل دي صادر کړي.

یاد مرکز له اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې د طالبانو له خوا د ښځو خپل سرې نیونې په رسمي او ښکاره توګه وغندي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د توجیه کولو لپاره د مذهبي لارښوونو کارولو سره خپل دریځ په روښانه توګه بیان کړي.

این مرکز از کشورهای اسلامی خواسته است که به‌طور رسمی و علنی بازداشت‌های خودسرانه زنان توسط گروه طالبان را محکوم کنند و در برابر استفاده ابزاری از آموزه‌های دینی برای توجیه خشونت علیه زنان موضع خود را به‌روشنی اعلام نمایند.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه