د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: طالبانو له ایران او پاکستان نه راستانه شوي یو شمېر کډوال شکنجه او نیولي دي

29 جولای 2025
یوناما: طالبانو له ایران او پاکستان نه راستانه شوي یو شمېر کډوال شکنجه او نیولي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) خبر ورکړی، چې طالبانو له ایران او پاکستان نه یو شمېر ایستل شوي پخواني نظامیان، خبریالان، مدني فعالان، ښځې او ماشومان نیولي او شکنجه کړي دي.

رخشانه:: یوناما نن (پنشنبې د زمري ۲ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د یو شمېر هغه کسانو قضیې یې مستندې کړې، چې په زور افغانستان ته اړول شوي او د ځانګړو مشخاصاتو په دلیل یې د بشري حقونو جدي نقض تجربه کړی دی.»

د بشري حقونو بنسټ له دفتر سره د یوناما په ګډ راپور کې راغلي:«د طالبانو له لوري په دغه سرغړونو کې، ربړونه او بد چلند، خپل سرې نیونې او فردي امنیت ته ګواښ» شامل دي.

یوناما وايي، دا راپور د هغه ۴۹ کسانو سره چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې«په زور» له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه کړای شوي، چمتو شوی دی.

په دې ګډ راپور کې راغلي، د مخکني نظام کارکوونکي او نظامیان هېواد ته له ستنېدو وروسته د طالبانو د ځورولو او ربړونې له وېرې اړ دي، چې پټ ژوند وکړي.

په راپور کې راوړل شوي چې دغه وضعیت«د هغه ښځو لپاره چې په غیرداوطلبانه توګه هېواد ته را ایستل شوې، په ځانګړې توګه ناوړه دی.»

یوه ښځینه خبریاله چې د طالبانو د امنیتي ګواښونو له وېرې یې هېواد پرېښی او یوه ګاوندي هېواد ته کډه شوې وه ویلي، له هغه هېواده تر ایستل کېدو وروسته«عملآ» په کور بنده ده.

په ورته وخت کې یو پخواني نظامي کارکوونکي هم ویلي، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې هېواد ته تر بېرته ستنېدو وروسته دوه ورخې د طالبانو له خوا بندي او شکنجه شوی دی.

یوناما ویلي« هغه هېواد ته د افرادو بېرته ستنول چېرې چې دوی د ربړونې، شکنجې، ډار، له سپکاوي ډک او غیر انساني، سزا، جبري ورکېدو، پټې نیونې او نورو ګواښونو سره مخ وي، د نه بېرته ګرځولو د اصل او د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه» بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تورک ویلي، هېڅ کس باید هغه هېواد ته ونه لېږل شي، چیرې چې دوی د خپل هویت یا شخصي مخینې له امله د ځورونې له ګواښ سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړې« دا په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو لپاره خورا څرګند دی چې یوازې د دوی د جنسیت له امله له پراخو اقداماتو سره مخ کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده، تر چې بېرته راستنېدونکي په ټولنه کې مدغم او بشري حقونه یې خوندي شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

نوموړې له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیتونه نړیوالو قوانینو ته په ژمنتیا کې عملي کړي.

دغه راز یوناما له ایران او پاکستان هېوادونو هم غوښتي، هغه افغانان چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، ونه باسي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه