د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپې ګړندۍ کړې ده

30 جولای 2025
پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپې ګړندۍ کړې ده

پاکستان کې د افغان  کډوالو تر منځ سرچینې وايي، پاکستاني پولیسو د کډوالو ایستلو نوې لړۍ ته زور ورکړی دی.

رخشانه: پاکستان کې د افغان کډوالو منځ کې یوې سرچینې نن (سه شنبې د زمري ۷ مه) رخشانې رسنۍ ته ویلي، پاکستاني پولیسو څو تنه ښځینه فعالانې نیولې دي.

یوې معترضې مېرمې په هغه غږیز پیغام کې چې رخشانې رسنۍ ته یې استولی ویلي، د افغانستان د ښځو د ملاتړ د نړیوالې شبکې مشره حماسه بدخشاني او ورور یې نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا، مېرمن بدخشاني او ورور یې په (اسلام آباد کې د روسیې سفارت مخې ته د اعتراضي او کړکېچ ډکې غونډې» جوړولو په تور د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.

معلومه نه ده، چې د ښځو د حقونو دغه فعاله او ورور یې څه وخت او له کوم ځایه نیول شوي دي. د هغوی د نیول کېدو د ځای په اړه هم معلومات په لاس کې نشته.

هغه دغه راز په دې غږیز پیغام کې وايي، پاکستاني پولیس یې د سهار ۴:۰۰ بجې د کور دروازې ته ورغلي وو.

نوموړې ویلي:«پولیس له ۴ تر ۹ بجو پورې زموږ د دروازې شاه ته ولاړ وو، اخر د کړکیو د ښيښو په ماتولو سره کور ته د ننه شول او زموږ پاسپورټونه یې واخیستل.»

دغه معترضه مېرمن ادعا کوي، چې پاکستاني پولیسو د دوی پاسپورټونه اخیستي، دوی یې نیولې او «حاجي کمپ» ته یې لېږدولې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

پاکستان په دې وروستیو څو میاشتو کې د بشري حقونو د فعالانو، معترضه مېرمنو او د افغانستان د پخوانیو نظامیانو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی.

د پاکستان د دولت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ، د بشري حقونو د فعالانو او بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه له ځان سره لرل او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې دغه لړۍ ودروي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه