د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو یو ځل بیا د کابل په لوېدیځ کې شپږ ځوانې نجونې نیولې دي

30 جولای 2025
طالبانو یو ځل بیا د کابل په لوېدیځ کې شپږ ځوانې نجونې نیولې دي

د کابل لوېدیځ کې سرچینې وايي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ په ترڅ کې د دې ډلې د امربالمعروف ځواکونو کابو پنځه شپږ ځوانې نجونې له دشت برچي سیمې نیولې دي.

رخشانه: د کابل لوېدیځ کې دوه سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه ځوانې نجونې نن مازیګر (سه شنبې د زمري ۷ مه) د دشت برچي له بیست متره سیمې څخه نیول شوې دي.

د رخشانې رسنۍ سرچینې زیاته کړې، دغه ځوانو نجونو د ۱۳ او ۲۰ کلونو تر منځ عمرونه درلودل او طالبانو هغوی په تاوتریخوالي سره نظامي موټرو ته پورته او یو یې وړې.

معلومه نه ده، طالبانو دغه ځوانې نجونې په کوم دلیل نیولې، د رخشانې رسنۍ سرچینې وايي، هغوی «بشپړ حجاب» درلود.

د سرچینې په وینا، طالب مامورینو د نیونې پر مهال په لوړ غږ خبرداری ورکاوه، چې د دوی د خوښې وړ جامو نه درلودونکو ښځو سره به تر دې جدي چلند وکړي.

تر اوسه دا هم نه ده، معلومه چې یادې ځوانې نجونې چېرته لېږدول شوې دي.

تېره ورځ هم یو شمېر رسنیو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا په کابل ښار کې د یوې ډلې نجونو د نیولو خبر ورکړی وو.

دغه نجونې د کابل ښار د دولسمې ناحیې له سیمې نیول شوې او د طالبانو امنیتي حوزې ته وړل شوې وي.

تر اوسه د دې نجونو د خوشي کېدو په اړه کوم خبر نشته دی.

له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې یوې کورنۍ ادعا کړې وه، چې ۱۷ کلنه لوري یې د طالبانو تر نیولو وروسته ورکه شوې ده.

طالبانو د تېرې اوونۍ په جریان کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو کابو ۱۳۰ نجونې او ښځې د حجاب نه مراعت کولو په تور نیولې وې.

له دغه ښځو یو شمېر یې له یوې شپې ورځې زندان تېرولو وروسته په ضمانت د طالبانو له بدنده خوشې شوې وې.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

د طالبانو له لوري کابل کې د نجونو او ښځو نیونې د معترضه مېرمنو او بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د نیولو د نوې څپې په اړه اندېښنه څرګنده کړې، لیکلي یې دي، دا اقدامات د هغو محدودیتونو یادونه کوي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د طالبانو لخوا لګول شوي وو.

هغه ټینګار کړی وو، چې د نیولو په نوي پړاو کې، د ښځو سره د تاوتریخوالي او ناوړه چلند د زیاتوالي راپورونه خپاره شوي، چې دا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم اندېښمنوي.

اړوندې لیکنې

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: ۷۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني حالت سره مخ دي

2 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه