د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو بلخ کې د کډوالو ریاست ته د ښځو ننوتل منع کړي دي

30 جولای 2025
طالبانو بلخ کې د کډوالو ریاست ته د ښځو ننوتل منع کړي دي

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدویتونو لړۍ په ترڅ کې سرچینې وايي، دغه ډلې په بلخ ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ته د ښځو ننوتل ممنوع اعلان کړي دي.

رخشانه: بلخ کې دوه سیمه ییزه سرچینو ویلي، دا پرېکړه شاوخوا لس ورځې وړاندې د بلخ ولایت د کډوالو ریاست له خوا شوې ده.

د طالبانو یادې پرېکړې هغه کورنیو ته اندېښنې راپورته کړې، چې تازه له ایران او پاکستان څخه راستنې شوي دي.

ګڼ شمېر ښځې چې له سرپرست پرته له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوې وايي، د بشري مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ اسنادو د ثبت او راجستر پروسې طی کولو ته اړ دي، خو طالبان هغوی ته د کډوالو ریاست ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

یوې مېرمنې چې له خاوند پرته له ایران څخه را ایستل شوې ده، رخشانې رسنۍ ته ویلي، دوه ورځې وړاندې بلخ کې د طالبانو د کډوالو ریاست ته ورغلې، خو هغې ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.

نوموړې د طالبانو په دې کړنه د نیوکې تر څنګ و ویل:«مېړه مې ایران کې دی، زه او درې لورانې مې له ایران څخه را وایستل شو، دوه ورځې کېږي، چې د اسنادو د مراحلو د طی کولو په موخه د کډوالو ریاست ته راځم، خو طالبان د ننوتو اجازه نه راکوي تر څو د کډوالۍ پاڼه ثبت کړم.»

دغې ښځې له خپل بد اقتصادي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه وايي، د کډوالۍ د اسنادو له ثبت کولو پرته هېڅ ډول مرسته نه شي تر لاسه کولی.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

یوه بله مېرمن چې تازه له ایران څخه را ایستل شوې، رخشانې رسنۍ ته وايي، د اسنادو له ثبت کولو پرته نه شي کولی بشري مرستې تر لاسه کړي.

هغې ویلي:«خاوند مې پنځه کاله وړاندې مړ شوی، زموږ وضعیت خراب دی، ان د خوړو ډوډۍ نه لرو، طالبان نارینه وو ته اجازه ورکوي، چې ریاست ته د ننه شي، خو ښځو ته نه، په دې صورت کې موږ ښځې له مرستو پاتې کېږو، نه پوهېږم ژوند څه ډول مخ ته یوسو.»

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او آزادۍ پر وړاندې سخت محدویتونه وضع کړي دي.

دغه ډلې ښځې او نجونې په دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو موسیسو او له کوره د باندې له کار کولو محرومې کړې دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026
د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده
خبر

د یوناما نوې مشره او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته ورسېده

18 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه