زېبا بلخي
د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له لوري کابل کې د نجونو نیونې لړۍ وروسته، سرپل ولایت کې سیمه ییزه سرچینې د ورته وضعیت او نجونو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د سرپل ولایت اوسېدونکو راپور ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د (جولای په ۲۰ مه) د یکشنبې ورځ، څلور نجونې د سرپل ښار د «امام خرد» له سیمې نیولې دي.
د طالبانو له لوري د نجونو د نیول کېدو په اړه، د رخشانې رسنۍ خبریال، سرپل کې له څلورو تنو عیني شاهدانو او سرچینو سره خبرې اترې کړې دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له لوري نیول شوې نجونې، له ۲۰ تر ۲۷ کلونو پورې عمرونه درلودل.
د پېښې عیني شاهدان وايي، دغه نجونو د طالبانو د خوښې وړ حجاب درلود او د نامعلوم دلیل له امله نیول شوې دي. سرچینه زیاتوي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له لوري د دې نجونو د نیولو پر مهال هېځ ښځينه ځواک شتون نه درلود او هغوی د نارینه له خوا ونیول شوې.
په (مستعار نوم) د پېښې یو عیني شاهد ۲۲ کلن احمد و ویل:«په خپل کار بوخت وم، یو دم مې شورماشور واورېده، ګورم چې د طالبانو سپینې چپنې لرونکي، نجونو په زور رنجر موټر ته پورته کوي، نجونې بېچارګانې ژاړي او چیغې وهي، خو هېڅوک د طالبانو له وېرې نه شي ورنېږدې کېدای چې خوشې یې کړي، که نه نجونو سم حجاب درلود، اوږده توره چپنه، ماسک او دا شیان یې درلودل، یوازې چپنې یې لږ فېشني وې، د هغې یوې چپنې ته چې متوجه شوم دواړو اړخونو یې چاک درلود، په همدې خاطر یې بوتلې، نجونو ژړل خو طالب ځواکونو کنځاه ورته کوله ویل یې پورته شۍ.»
د پېښې ځای ته نېږدې یو پلورونکی په (مستعار نوم) ۳۲ کلن محمد و ویل«دا د سرپل یو له ګنې ګونې ډکه سیمه ده، د ښځو تګ راتګ زیات دی، په همغه ورځ د طالبانو امربالمعروف په ښار کې ګرځېدل او له همدې سیمې يې نجونې رنجرو ته پورته کړې، هغوی سم حجاب درلود، ماسک یې درلود، خو نه پوهېږم ولې يې بوتلې، کله کله پلمې لټوي، د محرم نه لرلو باندې هم نیوکه کوي، ښايي په همدې خاطر یې بېولې وي، نجونو ژړل خو طالب ځواکونو کنځاه ورته کوله ویل یې پورته شۍ.»
د سرپل ولایت په اوسني وضعیت کې زیاتره خلک په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، ډېری په دې اند دي، چې د طالبانو د چلند په اړه څه ویل یا اعتراض ښايي د دوی او دوی د کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.
د سرچینې په وینا، په یوه بله اندېښمنوونکې پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ، چې د جوزجان ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه سرپل ته راغلې وه، د (جولای ۱۷ مه) د پنشنبې ورځ د مازیګر ۵ بجې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د سرپل ولایت په امام خرد سیمه کې تر پوښتنې لاندې راغله او غوښتل یې هغه ونیسي، خو د خلکو په منځګړیتوب له طالبانو خوشې کړای شوه.
په (مستعار نوم) نظیفه چې د دې پېښې شاهده وه وايي، دا نجلې یوازې د محرم نه لرلو له امله د طالبانو له پوښتنو ګروېږنو او ناوړه چلند سره مخ شوه.
نوموړې و ویل«نه پوهېږم دا نجلۍ څارل شوې وه، یا د ښار منځ کې پرې شکي شوي وو چې بې محرمه ده، خو له موټره یې ښکته کړه او ډېرې پلټنې یې ترې وکړې، له کوم ځایه راغلې یې، له چا سره ځې، چېرته ځې، نجلۍ هم ځواب ورکړ، زه خپله هغه ورځ ښار ته تللې وم او په خپلو سترګو مې ولیده، خلاصه دا چې امربالمعروف یې زیاته شاه نیولې وه، خوشې یې نه کړه، بد یې ورته و ویل، چې ته بې شرمه یې، کورنۍ دې غیرت نه لري، کنځاوې یې ورته کولې، ان نږدې یوه تن پرې حمله کړې وه، خو موږ ښخې هلته زیاتې وو او منځګړیتوب مو وکړ.»
د نظیفې په وینا، طالبان د خلکو له اعتراض سره سره د نجلۍ د وړلو په تکل کې وو او له هغې یې د کورنۍ شمېره او د اوسېدو کره ځای غوښتل، نجلۍ خپله تلېفون له ځانه سره نه درلود او له وېرې یې د کور ادرس هم په یاد نه وو.
نظیفه وايي، هغه مهال چې نجلۍ د طالبانو د امربالمعروف له خوا د نیولو په درشل کې وه، د بلخاب څو اوسېدونکي چې د پېښې ځای ته نېږدې وو، کیسې ته ورکډ شول، هغوی هڅه وکړه، چې په منځګړیتوب طالبان دې ته لېواله کړي، چې نجلۍ مېلمنه ده او په دې ولایت کې یوازې نه ده.
نوموړې و ویل:«ډېره زیاته پلټنه یې ترې وکړه، ویل یې د کورنۍ د تلېفون شمېره د راکړه، نجلۍ چې تلېفون له ځان سره نه درلود، ویل یې تلېفون نه لرم، د کور ادرس یې ترې وغوښت، خو نجلۍ خوارې له وېرې خبرې نه شوای کولې، ان د کور ادرس ترې هېر وو، په همدې خاطر یې ډېر شک پرې کړی وو، تر دې چې خلک او څو تنه سپین ږیري راټول شول او څو تنه بلخابیانو چې هلته وو، و ویل دا زموږ له خپلوانو ده، همدارنګه له زیاتو خبرو اترو وروسته یې نجلۍ د امربالمعروف له منګولو خلاصه کړه.»
د طالبانو له لوري د نجونو نیولو وروستي ټکانونه
خپل سره نیونې، په ځانګړې توګه د سرپل په څېر ولایتونو په عامه ځایونو کې د ښځو د شتون په اړه د طالبانو د مخ په زیاتېدونکي فشار ښکارندويي کوي، دغه فشارونو نه یوازې فردي خپلواکي محدوده کړې، بلکې د خلکو تر منځ یې ژوره وېره رامنځ ته کړې ده.
د سرپل ولایت یو شمېر ښځې وايي، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه په منظم ډول په مرکزي بازارونو، مارکېتونو او ان د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو کوڅو کې ګرځي او اصلي تمرکز یې هم د ښځو پر حجاب څار دی.
د طالبانو د امربالمعروف دغه ګرځېدنې په سرپل کې د ښځو او نجونو لپاره د اندېښنې سبب شوې او له هغوی یې د ډاډمنتوب حس اخیستی دی.
په (مستعار نوم) د سرپل یوې اوسېدونکې عایشې و ویل:«د مارکېټ د ننه، ښار او هر ځای ته چې ورشې دوی شته دي، رښتیا کله یې چې وینم وېرېږم، هڅه کوم اصلآ مارکېټ ته د ننه نه شم، یا لار بدله کړم، له وېرې په چادرۍ کې ښار ته ځم، ان که چادرې هم ولرم وایم، داسې ونه شي چې کومه بله پلمه راته وګوري، سپکه مې کړي او یا مې ونیسي.»
سرپل د افغانستان یو له هغه دودیزه ولایتونو شمېرل کېږي، چې ټولنیز جوړښت یې په شدت سره د نرواکۍ او ښځو د آزادۍ د کنټرول د لید پر ستنو ولاړ دی. په تېر کې هم په دغه ولایت کې د ښخو د ټولنیز ګډون کچه کمه وه، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو په ځانګړې توګه وروسته له هغې، چې د دې ولایت په مرکز کې ځوانې نجونې ونیول شوې، د کورنیو تر منځ ژوره وېره او ډار رامنځ ته شوی او په محسوسي ډول د کورنیو له خوا پر ښځو او نجونو محدویتونه زیات شوي دي.
په دې ولایت کې یو شمېر مېرمنې وايي، کورنۍ د خپل «عزت ساتلو» او د (خلکو د خبرو) د مخنیوي په خاطر ښه بولي، چې لونې یې په کور کېني او د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو سره یې د هر ډول مخ کېدو احتمال له منځه یوسي.
په (مستعار نوم) ۲۲ کلنه بېګم، چې د درزیتوب په یوه کارخونه کې په زده کړه بوخت وه، د طالبانو له لوري د نجونو تر نیول کېدو او په ښار او بازار کې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د سخت چلند له امله، اوس د خیاطۍ کارخونې ته د تګ اجازه نه لري.
بېګم وايي، که څه هم د دې حجاب د طالبانو د خوښې وړ دی، چې مخ بند، اوږده توره چپنه او دسماغیان لري او هره ورځ به له کوره کارخونې ته تله، خو دا ډول پوښښ هم ونه شوای کولی کورنې یې دې ته قانع کړی، چې د دې امنیت خوندي دی.
بېګم و ویل:«پلار مې ویل، نور کارخانې ته مه ځه، ویل یې که تا ونیسي، بیا کولی شې د خلکو له خبرو خپله کورنۍ وژغورې؟ سرپل ډېر کوچینی دی او ډېر ژر خبرې له یوه ځایه بل ته رسېږدي، ویل یې که د طالبان یوسي، ابرو مو توېږي، بې عزته کېږو، هېڅ خیاطۍ ته مه ځه، یوه ګوله ډوډۍ ده، زه یې درکولی شم.»
بېګم زیاته کړه:«هر څومر مې چې ورته و ویل حجاب مې منظم دی، ماسک، دسماغیان، مخ بند هر څه چې وایې اغوندم یې، ان پلار ته مې و ویل چادري مې قبوله ده اغوندم یې، اجازه را چې ولاړه شم، خو ویل یې اړتیا نشته چې په دې شرایطو کې له کوره بهر شې، ویل یې دا چې په کور وې دا ښه ده.»
(مستعاره) ۳۲ کلنه ګوزل د سرپل یوه بله اوسېدونکې ده. هغه هم وايي، له کله یې چې خاوند په دې ولایت او کابل کې د نجونو له نیول کېدو خبر شوی، ښار ته یې د دې په تګ راتګ محدویت لګولی دی.
ګوزل وايي، خاوند یې ورته ویلي وروسته له دې باید په چادرۍ کې ښار ته ولاړه شې، که نه نور له کوره د وتلو اجازه نه لرې.
ګوزل و ویل:«مېړه مې ویل، په ښار او بازار کې وضعیت ډېر خراب دی، طالبان نجونې وړي، نو کوښښ وکړه ډېره د باندې لاړه نه شې، که تلې هم چادري کړې ځه، ځکه که پر تا کومه خبره وکړي یا دې یوه ورځ ونیسي، خلک به وايي بې ناموسه ښځه وه او مېړه یې غیرت نه درلود، چې ښځې ته یې له کوره د وتلو دا ډول اجازه ورکړې وه، خلک موږ ملامتوي.»
بي بي ګل چې د دریو ځوانو لوڼو مور ده په دې اړه و ویل:«سرپل یو ډېر کوچینی او ډېر دودیز چاپېریال دی، ټول د سترګو پر وړاندې ښکاري، ډېری ښځې چادري او مخ بند کاروي، دلته که طالبان کومه ښځه یوسي، ان که بې ګناه هم وي، خلک نور د بې ناموسه ټاپه پرې لګوي، نور د هغې نجلۍ او کورنۍ ابرو له منځه ځي، څوک حقیقت ته ارزښت نه ورکوي، بس همدا چې یووړل شوې، کافي ده چې ټولنه کورنۍ تر سوال لاندې راولې او د خلکو خولې ته وغورځي.»
دغه راز بي بي ګل زیاتوي:«په داسې شرایطو کې چې وړل وړل دي، هېڅوک خپلې ښځې او لور ته اجازه نه ورکوي، چې د باندې ولاړه شي او حق هم نه لري، څوک غواړي چې نوم یې بد شي؟ هېڅ معلومه نه ده، چې څوک وړي، که سم حجاب هم ولرې خبرې درته کوي او وړي دې، زه مې لورانې نه پرېږدم چې ښار ته ولاړې شي، هر څه ته چې اړتیا شي، خپله ځم او ورته اخلم یې.»
تېرو دوه اوونیو کې کابل هم د ګڼو ښځو او نجونو د نیول کېدو شاهد وو، طالبانو لږ تر لږه په دریو پړاونو کې لسګونه ښځې او نجونې نیولې دي.







