د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نسیم رادیو خپرونې له ۱۳ کلونو وروسته بندېږي

11 اگست 2025
د نسیم رادیو خپرونې له ۱۳ کلونو وروسته بندېږي

عکس: رادیو نسیم

د نسیم سیمه ییزې راډیو د مسوول مدیر او دوه خبریالانو تر دویم ځلي نیول کېدو وروسته دې غږیزې رسنۍ اعلان کړی، چې له ۱۳ کاله فعالیت او «دایکنډي او بامیانو له خلکو سره تر همغږۍ» وروسته تړل کېږي.

رخشانه: د نسیم راډیو اړوند پانې نن (دوشنبې د زمري ۲۰ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوست په کولو سره د خپل خپرنیز فعالیت د درولو خبر ورکړی دی.

نسیم راډیو لیکلي:«له غمه په ډک زړه باید و وایم، نور نه شو کولی دوام ورکړو، د نسیم رادیو خپرونې بندې» او «د چوپتیا په څپو کې ورکېږي.»

دغه سیمه ییزې راډیو چې په بامیان او دایکنډي کې یې فعالیت درلود، نه ده روښانه کړې، چې په کوم دلیل خپلې خپرونې بندوي.

نسیم سیمه ییزې راډیو خپل اورېدونکي او مخاطبان ستایلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د شرایطو په سمېدو سره به بېرته خپلې خپرونې پيل کړي.

تېره اوونۍ د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دغې سیمه ییزې راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان مجتبی قاسمي او سیف الله رضايي ونیول او د دفتر توکي یې ترې ضبط کړل.

که څه هم دغه درې تنه خبریالان له څو ساعته نیولو وروسته د طالبانو له بند څخه خوشي شول، خو د هغوی د نیول کېدو لامل معلوم نه شو.

دغه درې سیمه ییز خبریالان د ۱۴۰۲ کال په اوړي کې هم د طالبانو استخباراتو په دایکنډي کې نیولي او کاري توکي یې ترې اخیستي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

طالبانو پر هېواد په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدویتونه لګولي دي.

د دې محدویتونو په لګېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډېری خبریالان اړ شوي، چې رسنیز فعالیتونه پرېږدي او لسګونه غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ هم وتړل شي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه