د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم افغانستان ته ستنېږي

12 اگست 2025
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم افغانستان ته ستنېږي

Mohammad balabuluki

له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ترڅ کې د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ اعلان کړی، چې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنول کېږي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د زمري ۲۰ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو ماشومانو شمېر په «هرو ۱۵ دقیقو کې د یوه ډک ټولګي د نیمايي برخې سره سم دی.»

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ زیاته کړې، په روان میلادي کال کې له ۸۰۰ زره زیات افغان ماشومان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د دغه بنسټ د مدافعی څانګې مسوولې سمیرا سیدرحمان ویلي، په اوس مهال کې د افغان وګړو د ایستلو کچه بې مخینې ده او دا بنسټ«د یوه بشپړ ناورین په درشل کې دی.»

هغې زیاته کړې:«له دې ماشومانو ډېری یې ستړي، وېرېدونکي او په داسې یوه هېواد کې ژوند ته اندېښنمن دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له سختې لوږې او بېوزلۍ سره لا او ګرېوان دی.»

د یاد بنسټ د مدافعې څانګې مسووله وايي، زرګونه ماشومان له کورنیو او اساسي خدماتو ته له لاس رسي پرته ستنول کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

دغه بنسټ په ګاونډیو هېوادونو کې د ماشومانو زېږون او ودې ته په اشارې ویلي«ډېری هغه ماشومان چې افغانستان ته ستنول کېږي، خپل ټاټوبی نه پېژني.»

د ماشومانو د ساتنې بنسټ په وینا، ډېری ماشومان چې له سرپرست پرته افغانستان ستنېدلي، یوازې هغه توکي چې لېږدولی یې شي له ځان سره لري.

یاد بنسټ د دې ماشومانو د ستنولو په اړه د اندښنې څرګندونو په ترڅ کې وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د پراځې څپې د ایستلو د مخه، د دې هېواد کابو نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له هرو پنځو ماشومانو یو هغه یې د لوږې له ناورین سره مخ دی.

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ پراخه داخلي مېشتېدنې ته په اشارې راپور ورکړی، چې ډېری ماشومان د اقلیمي بدلون د پایلو له امله د خپلو کورنو پرېښود ته اړ شوي دي.

یاد بنسټ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغان وګړو ایستنه باید په خپله خوښه، خوندیتوب او درناوي تر سره شي او د «ماشومانو د ستنولو لپاره به زور او فشار په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې سرپرست نه لري، ښايي د ناوړه ګټې اخیستې، ځورولو او بې پروايۍ ګواښ زیات کړي.»

دغه راز د ماشومانو د ساتنې بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د کډوالو لپاره په پولو او داخلېدو پر مهال بېړنۍ بودجه ځانګړي او په افغانستان کې د کډوالو د مېشتدنې لپاره اوږد مهاله مرستې زیاتې کړي.

یونیسف شاوخوا یوه میاشت وړاندې اعلان کړی وو، چې له ایران څخه ایستل شویو کډوالو کې یو پر څلورمه برخه هغه ماشومان دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ هم په یوه راپور کې لیکلي، چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له ۸۰ زره زیات افغان ماشومان له ایران څخه افغانستان ته ستنېدلي دي.

یاد بنسټ ویلي وو، دغه شمېر د تېرې میلادي میاشتې په پرتله دوه برابره شوی، چې له دې ماشومانو شاوخوا شپږ زره او ۷۰۰ یې بې سرپرسته او کابو ۳۹ سلنه یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه