د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: طالبان له عامه ژوند نه د ښځو لرې کولو موخو پلي کولو ته نېږدې شوي دي

12 اگست 2025
ملګري ملتونه: طالبان له عامه ژوند نه د ښځو لرې کولو موخو پلي کولو ته نېږدې شوي دي

پر افغانستان د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ په درشل کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (UN Women) اعلان کړی، چې طالبان له عامه ژوند نه د ښځو لرې کولو موخو ته نېږدې شوي دي.

رخشانه: یاد بنسټ تېره ورځ(دوشنبې د زمري ۲۰ مه) ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې د «ګڼو کړنلارو په پلي کولو سره افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو او عزت څخه محرومې کړي دي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو له لوري رامنځ ته شوي افغان ښځې نه دي«له دغه محدودیتونو ان یو هم نه دی لغوه شوی.»

اعلامیه کې راوړل شوي:«په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو شدید ناورین د عادي کېدو له ګواښ سره مخ دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او خپلواکیو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي«ډېرې ښځې ان نه شي کولی په خپلو کورونو کې کومه پرېکړه وکړي.»

یاد بنسټ زیاته کړې، په پوهنتونونو کې د طب په برخه کې د ښځو د زده کړو او د هېواد په ځينو برخو کې د نارینه ډاکتر له خوا د ښځینه وو د درملنې مخنیوی، په دې مانا دی، چې ډېری مېرمنې د اړتیا وړ روغتیايي خدمات نه شي تر لاسه کولی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طب په برخه کې د ښځو د زده کړو د مخنیوي پایلې ورانوونکې بللې وايي، د دې محدودیتونو په نتیجه کې ښځې لنډ او ناروغ ژوند لري.

یاد بنسټ دغه راز ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د میندو مړینه او د ماشومانو د [کم عمره ودونو] کچه په زیاتېدو ده او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښخو برخې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې زیاته کړې، دا هېواد له یمن وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې جنسیتي توپیر په کې خورا زیات دی.

د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ په اعلامیه کې راغلي، انساني ناورین او ورسره هم مهالې بېوزلۍ د دې وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند خورا سخت کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په پای کې ټينګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې له دې ټولو محدودیتونو سره سره«هغوی همدارنګه، خپل قدرت، زغم او زړورتیا ښودلې او د ټولو لپاره د یوه ښه افغانستان د جوړېدو په پار مباره کوي.»

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې خپلو حقونو ته د رسېدنې په موخه د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي او ویلي یې دي، نړۍ باید اوس اقدام وکړي.»

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه