د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ: د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي

14 اگست 2025
د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ: د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې دي

یوناما

واک ته تر بیا رسېدو وروسته د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ په درشل کې د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (AMSO) اعلان کړی، چې د دې څلورو کلونو په موده کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت شوې، چې له دې یې ۴۸۷ د نارینه خبریالانو او ۵۲ نورې یې د ښځنه خبریالانو پر وړاندې دي.

رخشانه: یاد سازمان نن (پنشنبې د زمري ۲۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، د تاوتریخوالي په دې پېښو کې«فزیکي بریدونه، وهل ټکول، نیول او ګواښل» شامل دي او د هغو په پایله کې لسګونو رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ په راپور کې راغلي، دا مهال د طالبانو په زندانونو کې ۱۰ خبریالان پراته دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د رسنیو آزادي او د خبریالانو فعالیتونه له بې مخینې «ګواښ» سره مخ دي.

دغه رسنیز بنسټ ټینګار کړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو ۲۰ کارکوونکي وژل شوي، ۲۰ نور ټپيان او ۲۵۳ رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي.

د افغان خبریالانو د ملاتړي بنسټ پر وینا، دغه راز د ګواښنې ۷۹، د وهلو ټکولو ۵۱۰، د غیرقانوني چلند ۵۹، د تښتونې ۵، د وژنې ۲، او د «تاوتریخوالي» نورې بڼې او ناوړه ګټه اخیستنه هغه پېښې دي، چې د خبریالانو پر وړاندې په دې تېرو څلورو کلونو کې ثبت شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

دغه رسنیز بنسټ زیاته کړې، پر افغانستان د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې معلوماتو ته لاس رسی محدود کړای شوی، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه او رسنۍ په دغه هېواد کې تر فشار لاندې دي او له شته وضعیت څخه د کره راپور ورکولو توان نه لري.

طالبانو پر رسنیو د سختو محدودیتونو پر پلي کولو سره لسګونه رسنۍ تړلې او ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې کاره شوي دي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه