د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د څلورو ښخو په ګډون ۴۰ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

14 اگست 2025
طالبانو د څلورو ښخو په ګډون ۴۰ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ دغه ډلې روانه اوونۍ د څلورو ښځو په ګډون ۴۰ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په کابل، پکتیا، خوست او سرپل ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق، قتل، له واده بهر جنسي اړیکو، نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، تلېفوني اړیکو نیولو، وهل ټکولو او غلا» په تورونو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د سه شنبې په ورځ د (زمري ۲۱ مه) ۱۶ تنه «د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور په کابل ولایت کې له ۱۰ تر ۳۹ دوروې وهل شوي دي.

دغه کسان په کابل کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې له خوا د اتو میاشتو او درې کلونو تر منځ تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۲۲ مه) په پکتیا، خوست او سرپل ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه د «قتل، له واده بهر جنسي اړیکو، نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، تلېفوني اړیکې، وهل ټکولو او غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو سرتېرې محکمې لیکلي، یو تن د «قتل» په تور په پکتیا ولایت کې په عام محضر کې ۳۰ دورهې و وهل شو.

دغه کس په ځدراڼ ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له لوري په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

یادې محکمې په یوه جلا اعلامیه کې لیکلي، په خوست ولایت کې دوه تنه د «قتل، له واده بهر جنسي اړیکې او نامشروع اړیکې» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې و وهل شول.

دغه کسان د خوست ولایت په علي شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا په درې کاله تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې پر اساس د څلورو ښځو په ګډون ۲۱ تنه«له کوره تېښتې، تلېفوني اړیکو ټینګولو، وهلو ټکولو، غلا، واده نه بهر جنسي اړیکې او قتل» په تور په سرپل ولایت کې په عام محضر کې له ۲۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي شوي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

دغه کسان د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا د اتو میاشتو او درې کلونو په تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو د تېرې اوونۍ په جریان کې د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په شپږو ولایتونو کې د بېلا بېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه