د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: زدکړه یو انساني حق دی

14 اگست 2025
ملګري ملتونه: زدکړه یو انساني حق دی

عکس: بلال مستمند

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو په ۱۴۲۲ مه ورځ ملګرو ملتونو (United Nations)په یوه اعلامیه کې ویلي، زده کړې یو انساني حق دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د زمري ۲۲ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، ښځې او ځوانې نجونې په ډېری هېوادونو کې له تبعیض سره مخ او څنډې ته کړای شوې او ښوونځي ته د لاس رسي له نابرابرۍ سره مخ دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی و، چې یوازې سږ کال ۴۰۰ زره نجونې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې دي.

په ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه بنسټ په وینا، په دې شمېر سره په افغانستان کې له زده کړو د بې برخې نجونو شمېر ۲.۲ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی وو، چې که له زده کړو د نجونو مخنیوی تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو په افغانستان کې به له ابتدايي دورې ورو پورته څلور میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شي.

ملګرو ملتونو لیکلي، د یاد بنسټ د ښځو څانګې د شمېرو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې او ۱۰ میلیونه هلکان له زده کړو بې برخې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ژمنه کړې، چې د ټولو لپاره د یوې ښې راتلونکې برابرولو په پار د هر اړخیزه زده کړو د ترویج هڅې کوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې تر ۲۰۳۰ پورې باید په برابره توګه د ښځو او نارینه وو لپاره، د پوهنتون په ګډون د ارزانه او کیفیت لرونکو، تخنیکي، مسلکي او لوړو زده کړو ته د لاس رسي زمینه باید ډاډ منه شي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه