د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان سلګونه ماشوم سرتېري لري

14 اگست 2025
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان سلګونه ماشوم سرتېري لري

AP

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل راپور کې ویلي، دغه ډله د جګړې لپاره د ماشوم د ګمارنې او جذب د مخینوي پر خلاف سلګونه ماشوم سرتېري لري.

رخشانه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی راغلي، ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د طالبانو له لوري د ۳۴۲ هلکانو ګمارنه او په جګړه او ملاتړۍ رولونو کې د هغوی کارول مستند کړي دي.

په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د دې بنسټ د ځانګړي راپور ورکوونکي او رسنیو د راپورونو په استناد چمتو شوی ویل شوي، ۱۵۰ تنه ماشومان په جګړه کې د سرتېرو په توګه او ۱۹۲ نور یې د «د ملاتړۍ په رول کې» کارول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راوړل شوي، طالبانو بدخشان کې کابو ۳۰ هلکان چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۸ کلونو تر منځ دي ګمارلي او په یوه ځانګړي نظامي مرکز کې یې هغوی ته نظامي زده کړې ورکړې دي.

د دې راپور پر بنسټ په بدخشان کې د طالبانو والي، د دغه ماشومانو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو په ګمارنه شکایت ونه کړي او یا د هغوی د زده کړو په بهیر کې لاس وهنه ونه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبانو د ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل نه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ماشوم سرتېري ګمارلي او یا یې [هغوی په جګړه] کې کارولي دي.

اړوندې لیکنې

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه