د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: پر افغانستان د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو  برخې شوې دي

15 اگست 2025
یونسکو: پر افغانستان د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو  برخې شوې دي

عکس: بلال مستمند

د ملګرو ملتونو علمي او تعلیمي سازمان (یونسکو) په افغانستان کې له شپږم ټولګی پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدو په یو زر څلور سوه او دوه ویشتمه ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

رخشانه: یونسکو نن(پنشنبې د زمري ۲۲ مه) د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۷۰ څخه زیات فرمانونه صادر کړي او هغوی یې له عمومي ژوند څخه لرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو علمي او تعلیمي سازمان ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په کې نجونې له شږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو اجازه نه لري.

په ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه بنسټ زیاته کړې، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځینه خبریالانې هم په تدریجي ډول د خبریالۍ له برخې ایستل کېږي.

د یونسکو د راپور پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې له ۸۰ سلنه زیاتو ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

یونسکو د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې وايي، د دې قانون پر بنسټ په رسنیو کې د ساه کښو انځورونه خپرول او په راډیوګانو کې د ښځو غږ بند شوی دی.

یونسکو د زده کړې حق د خبرو وړ نه بولي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پر طالبانو دیپلوماتیک فشارونه روان وساتي او له ځنډ، قید او شرط پرته یې په بېړنۍ توګه د افغان ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه