د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پاکستان کې د افغان فعالانو ناسته، غبرګونونه څه دي؟

17 اگست 2025
پاکستان کې د افغان فعالانو ناسته، غبرګونونه څه دي؟

هغه ناستې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د اسلام آباد په کوربه توب او د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو او ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون پاکستان کې جوړه شي، ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

رخشانه: ټاکل شوې دغه دوه ورځنۍ ناسته اسلام آباد ښار کې «د یووالي او باور په لور سیمه ییزه خبرو» تر عنوان لاندې د یو شمېر سیاسي څېرو او ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون جوړه شي.
د طالبانو د واکمنۍ له څلور کلن کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې ټاکل شوې پاکستان د طالبانو د مخالفانو د یوې غونډې کوربه توب وکړي، خو د دې غونډې جوړېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

تېره ورځ (شنبې د زمري ۲۵ مه) د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مخالفانو د غونډې د کوربه توب له امله پر پاکستان نیوکه وکړه.

نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور کمېدو خبرې وکړې او لیکلي یې دي، د اسلام آباد دغه اقدام ښايي پرعکس پایله ولري.

د خلیلزاد له دریځ نیولو وروسته د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او ځینو سیاسي څېرو خلیزاد ته په خطاب کې ویلي، د هغه خبرې غیر مسوولانه دي او ښځې او د خلکو استازي باید د هېواد د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي نن(یکشنبې د زمري ۲۶ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، ښځې، د سیاسي او مدنې ټولنې استازي باید له یو بل سره لیدنې ولري او د هېواد د راتلونکې او ښځو په اړه باید خبرې اترې وکړي.

مېرمن کوفي د افغان ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، دغه محدودیتونه«په نړۍ کې تر ټولو ځپوونکي» وبلل.

هغې زیاته کړې، د سیمې له هېوادونو سره اړیکې د افغانستان پر وضعیت په اغېزې کولو کې کلیدي رول لري او له پاکستان څخه د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د باور رامنځ ته کولو په لورد خبرو اترو د فضا برابرولو څخه د یوه مثبت ګام په توګه باید هرکلی وشي.

د استازو جرګې دغه پخوانۍ غړې د خلیلزاد دریځ ته په اشارې لیکلي«آیا هغه وخت نه دی رارسېدلي، چې موږ خپله ځان ته اجازه ورکړو، هغه څه چې زموږ لپاره ښه دي، جوړ کړو؟»
په ورته وخت د افغانستان د خلکو د اسلامي یووالي ګوند مشر محمد محقق هم د خلیلزاد د دریځ په تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هغه«د هېواد د اوسني وضعیت او ټولو هدفي وژنو او د افغانستان د پخوانیو ناخوالو اصلي لامل دی.»

ښاغلي محقق د خلیلزاد او د هغې د مېرمنې شرل بنارد دریځ د طالبانو په ګټه وباله او هغه یې غیر منطقي او د دیموکراسۍ او بیان د آزادۍ خلاف بللی دی.

دغه سیاسي څېرې له پاکستان څخه د یوه دوست او ورور هېواد په توګه یادونه کړې وايي، د دغه ناستې چې د پاکستان په کوربه توب جوړېږي، ګډونوال ښځینه فعالانې او د طالبانو مخالفان دي.

ښاغلي محقق د پاکستان له لوري د دې غونډې د کوربه توب د خلیلزاد په دریځ نیوکه کړې او د هغه څرګندونې یې غیر مسوولانه بللې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

نوموړي د دې غونډې له ترسراوي هرکلی کړی او له خلیلزاد یې پوښتلي«د هغه په اند که د افغانستان ښځې د دې غونډې جوګه نه دي، نو څوک باید دا ناسته تر سره کړي؟ د خراسان داعش او که د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه؟»

د ښځو د حقونو فعالې ګل چهره یفتلي هم د خلیلزاد په دریځ نیوونې غبرګون ښولی او په خپله اېکس پاڼه یې په یوه پوسټ کې لیکلي، د خلیلزاد موخه د افغانستان خپلواکي نه ده.

هغې لیکلي خلیلزاد هڅه کوي د دوحې د تړون د لاسلیک کولو پخوانی ریکارډ له منځه یوسي او ځان د «عدالت او دیموکراسۍ اتل» په توګه د نوي انځور سره بیا جوړ کړي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې په ټينګار زیاته کړې، د افغانستان د خلکو لپاره د رول دا بدلون، د هغو سیاستونو یادونه ده، چې د کلونو کړاونو او وینو تویولو لامل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه