د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 هرات کې خونړۍ ترافیکي پېښې د ۱۷ ماشومانو او ۵۷ لویانو ژوند واخیست

20 اگست 2025
 هرات کې خونړۍ ترافیکي پېښې د ۱۷ ماشومانو او ۵۷ لویانو ژوند واخیست

ټولنیزې شبکې

هرات کې سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي، چې د دغه ولایت ګذرې ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۷ تنو ژوند اخیستی، چې د دغه پېښې ډېری قربانیان له ایران څخه رایستل شوې ګډوالې کورنۍ دي.

رخشانه: دغه خونړۍ ترافیکي پېښه د سه شنبې په شپه (د زمري ۲۸ مه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک د هرات- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

دغه ترافیکي پېښه د یو مازدا موټر او موټر سایکل سره د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې او وروسته بس موټر اور اخیستی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې ترافیکي پېښه کې ۱۷ ماشومانو، د مازدا موټر د دوه سورلیو او یو موټر سایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د یادې ترافیکي پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

ویل کېږي د مسافر وړونکي موټر ټول سپاره کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون په اور کې سوځېدلي، په داسې توګه چې جسدونه یې د پېژندلو وړ نه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د دغې خونړۍ پېښې د قربانیانو هویت او جنسیت معلوم نه دی.

د یادې ترافیکي پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د مسافر وړونکي موټر له حده زیات ګړندیتوب او د موټر چلوونکي بې پروايي ښودل شوې ده.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه