د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شوي

22 اگست 2025
بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شوي

انځور: رخشانه رسنۍ ته لېږل شوی

بغلان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د بغلان- کابل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

رخشانه: بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه تېره نیمه شپه«پنشنبې د زمري ۳۰ مه» د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ مکتب سنګ سلاخ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

خبرپانه کې راغلي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شوي، چې دا مهال د بغلان په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

بغلان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ خبرپاڼه وايي، د دغې ترافیکي پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

طالب پولیسو که څه هم د یادې پېښې د مړو شویو کسانو شمېره نه ده ښودلې، خو ځینې عیني شاهدان وايي، په پېښه کې د دواړو موټرو چلوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پېښې یو شاهد ویلي، ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر د اتفاق فاریاب ترانسپورتي شرکت اړوند دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د هرات ګذرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی وو، چې ډېری قربانیان یې له ایران نه راستانه شوي کډوال دي.

بل خوا راپورونه وايي، د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ټېکټر هلمند سیند ته لوېدلی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي.

سرچینې وايي، دغه کسان له ګرمسېر ولسوالۍ نه ناوې ولسوالۍ ته روان وو، چې ټېکټر یې هلمند سیند ته ولوېده.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د سرچینې په وینا، د ګرمسېر اوسېدونکو چې ټېکټر یې له سیند په کښتۍ کې د تېرېدو پر مهال اوبو ته لوېدلی دی.

ویل کېږي په دغه پېښه کې درې ښځو او ۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه دا هم وايي، طالب ځواکونو ۱۴ تنه نور ژغورلي، سیمه ییزه طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه