د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اسلام آباد کې د افغانستان د فعالانو غونډه وځنډېده

22 اگست 2025
اسلام آباد کې د افغانستان د فعالانو غونډه وځنډېده

د «یووالي او باور پر لور» تر سرلیک لاندې سیمه ییزه ناسته چې ټاکل شوې وه، راتلونکې اوونۍ (د اګست ۱۵ – ۱۶مه) اسلام آباد کې د افغان سیاسي او مدني فعالانو په شتون جوړه شي ځنډېدلې ده.

رخشانه: د افغان ښځو لپاره بنسټ نن (جمعه د زمري ۳۱ مه) په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې دغه دوه ورځنۍ ناسته د سپټمبر میاشتې وروستۍ اوونۍ ته ځنډول شوې ده.

د جوړونکو په وینا، د وخت بدلون د دغه پېښې د لا ژور او جامع ډول جوړاوي لپاره فرصت برابروي.

د اعلامیې پر بنسټ، تمه کېږی، دا غونډه به د افغانستان او پاکستان، د سیاسي ډلو او مدني تولنې، د ښځو د حقونو فعالانو او رسنیو ټولنې سره راټولي کړي، تر څو د متقابل درک د رامنځ ته کولو، همغږۍ پیاوړتیا، ثبات، د قانون حاکمیت او د خلکو له خوا د ټاکل شوي دولت د جوړولو لپاره د ګډو اصولو د تعریف کولو په لارو چارو خبرې اترې وکړي.

دغه خبرې اترې د افغانستان د مسایلو پر محوریت او د سویلي آسیا د ستراتېژیک پوهنتون په همکارۍ، چې یو پاکستانی بنسټ دی تر سره کېږی.

جوړونکو د دې غوندې موخه باور رامنځ ته کول، د خلکو پر محور د سیمه ییزه ستونزو د حل لپاره د کړنلارو پراختیا او په افغانستان کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره د لارې هوارول ښودلي دي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا ناسته به د «اسلام آباد پروسې» پیلوونکې وي، هغه پروسه چې د افغانستان او پاکستان د دوه ملتونو تر منځ د همغږۍ، باور او همکارۍ لپاره پلان شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

دا په داسې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته اسلام آباد په لومړي ځل د دغه ډلې د مخالفانو کوربه توب په غاړه اخلي، خو دې موضوع غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پر پاکستان د دغه ناستې د کوربه توب له امله نیوکه وکړه او ادعا یې کړې، چې دا برنامه د پاکستان د استخباراتو (آی اېس آی) په ملاتړ جوړېږي، خو د ناستې جوړونکو دا موضوع په کلکه رد کړه.

اړوندې لیکنې

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026
د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»
دسته‌بندی نشده

د موعود چاودنې د ژوندۍ پاتې شوې نوی ګام چې «له خپلو خوړو او جامو تېرېده، خو له درسونو نه»

10 نوومبر 2026
افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله
خبر

افغان ښځو د ۲۰۲۶ کال د «چتم هاوس» جایزه وګټله

10 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه