د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د محدودیتونو خاورې ته ستندېدل، مور د ډوډۍ په فکر او لور د زده کړو په هیله

۳۱ زمری ۱۴۰۴
د محدودیتونو خاورې ته ستندېدل، مور د ډوډۍ په فکر او لور د زده کړو په هیله

د انځور ښي لوري ته مهیا او کیڼ لوري ته طاهره ده / انځور: د رخشانه رسنۍ

هانیه فروتن

«دشپې چې پر بالښت سر کېږدم، له دې وېرې چې ښايي ونه توانېږم د اولادونو لپاره ډوډۍ پيدا کړم، هیله کوم چې سهار راپورته نه شم.»

دا ۳۵ کلنه مور طاهره وايي، چې تازه له ایران څخه تر راستنېدو وروسته له خپلې شپږ کسیزه کورنۍ سره کابل ته راغلې ده.

د طاهرې کورنۍ ۱۶ کاله وړاندې ایران ته کډواله شوې وه، خو د روان لمړیز کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د کډوالو ایستلو لړۍ په ګړندي کولو سره اړ شوه چې له خپل مېړه، خواښې او درې ماشومانو سره ایران پرېږدي او کابل ته ستنه شي، هغه ځای چېرته چې د طالبانو د محدویتونو دراندو سیوریو راتلونکې ورته له بل هر وخت مبهمه کړې ده.

د طاهرې ۱۵ کلنه لور مهیا په ایران کې د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه، مهیا اوس خپل ډېر وخت د کور په څلورو دېوالونو کې تېروي.

د ایران حکومت د ۱۴۰۴ کال په پیل کې بې اسنادو کډوالو ته وخت ورکړ، تر څو د چنګاښ میاشتې تر نیمايي پورې دغه هېواد پرېږدي، خو د غبرګولي په ۲۳ مه پر ایران د اسراییلو  برید او د کړکېچونو زیاتوالي پر کډوالو فشارونه زیات کړل او ایستل لا پسې ګړندي کړای شول.

اوس هره ورځ سلګونه کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له پولو افغانستان ته را اړول کېږي. د ایراني چارواکو د شمېر له مخې تر اوسه پورې له یو میلیون نه زیات افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

طاهرې چې په کال ۱۳۸۸ کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او د یوې ښې راتلونکې په هیله افغانستان پریښی وو او ایران ته تللې وه، نن ورځ یو ځل بیا د همغه برخلیک په دام کې نښتې ده، په دې توپیر سره چې اوس ورته یوه بله تازه اندېښنه پیدا شوې: «یوازینۍ ځوانه لور یې نور د زده کړو حق نه لري.»

هغه په غمجن اندازه وايي:«لېونی کېږم، کله چې فکر وکړم د کار حق نه لرم، لور مې د زده کړو مینه واله ده، خو اوس اجازه نه لري چې ښوونځي ته ولاړه شي، همغه جلا وطني، له وطن څخه ښه وه، چې په هغې کې یې هېڅ هیله نه درلوده.»

په کډوالۍ کې د ژوند ننګونې

د طاهرې ژوند په کډوالۍ کې هم آسانه نه وو، هغې د کورنۍ د ملاتړ لپاره له سخت کاره نیولې د سپکاوي تر زغملو دروند بار په اوږو لېږداوه، د دې ټولو سختیو تر څنګ د هغې د مېړه د کار پېښې د هغې ژوند ته تر ټولو لوی ټکان ورکړ.

طاهره وايي:«خاوند مې ودانیز کارونه کول، یوه ورخ یې غوښتل په ماشین ډبرې پرې کړي، ماشین او تیزه یې په سترګه لګېدلې، هغه ورځ مې ژوند په بل مخ شو، شپږ میاشتې مې ټول کار له هغه پالنه وه، د کور او روغتون تر منځ تګ راتګ، اوس پنځه کاله کېږي، چې پر کور ناست دی.»

د طاهرې په وینا، خاوند یې نور د کار کولو توان نه لري او په دې پېښه کې یې ښۍ سترګې په بشپړه توګه دید له لاسه ورکړی او ګیڼه سترګه یې هم ډېره کمزورې شوې ده.

طاهره هره ورځ سهار درې بجې له خوبه پاڅېږي او په تیاره کې کرنیزې ځمکې ته ځي، هغه زیاتره وخت پنبه راټولو او کله هم ميوه، د ماښام شاوخوا اوه یا اته بجې ستړې ستومانه کور ته ځي، خو ناچاره ده، چې د کور  کار او دوه کلن ماشوم ته یې رسېدنه وکړي.

د کار په ستخۍ سربېره د طاهرې بله ستونزه د هغې د کار څېښتن دی، د هغې مزدوري په وخت نه ورکوي او که چېرې د خپل حق لپاره شکایت وکړي، د ایستلو او سپکاوي له ګواښ سره مخ کېږي.

دا ټول سختۍ د هغه هوساینې پر وړاندې، چې طاهرې د کورنۍ په څېره کې لیدې، ډېرې لږ او د زغم وړ په نظر راځي. هغه وايي، ایران کې یې لږ تر لږه د کار کولو اجازه درلوده او لور یې هم خپلو هیلو ته د رسېدو لار موندلې وه.

طاهره ترخه مسکا پر شونډو جوړي او کیسه کوي:«لورې مې په درس ویلو مینه وه، کله مې چې لیدل په ډېره مینه ښوونځي ته ځي، حالت مې ښه کېده، یا به مې چې خاوند ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو لیده، د ژوند فشار به راته د زغملو شو، زامن مې آرامه و او خواښې مې هم دومره اندېښمنه نه وه.»

له ایران او پاکستان څخه په پراخه کچه د افغان کډوالو ایستلو په نړیواله کچه اندېښنې راپارولې دي. ملګرو ملتونو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د دې کړنلارې په پایله کې ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې، د لوږې، له وخته وړاندې واده او  نورو ډول ډول کړاونو او ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

د مهیا نیمګړي خوبونه

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل ځوانان او د مینانو ورځ لمانځل: «د وحشت په ښار  کې مینه یوازې خوښې ده»

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

د طاهرې ۱۵ کلنې لور مهیا تر نهم ټولګي پورې ایران کې زده کړې کړې دي، هغې هیله درلوده چې یوه ورځ به ښوونکې شي، خو افغانستان ته یې د کورنۍ په زور ستنولو اوس پوه کړې، چې دا خوب به یې په آسانۍ رښتیا نه شي.

مهیا په ناهیلۍ وايي:«زده کړې مې د هر څه لپاره وې، غوښتل مې ښوونکې شم، خو دلته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، اوس د راتلونکې لپاره هېڅ تمه نه لرم.»

کابل ته د طاهرې د کورنۍ له راتګ میاشت تېرېږي، په دې موده کې مهیا نوره هغه شوخه او د زده کړو مینه واله نجلۍ نه ده. د طاهرې په وینا، هغه له چا سره خبرې نه کوي او ډېری وخت د کوټې په څنډه کې اوږده غځېدلې وي، اشتها یې له لاسه ورکړې او د شپې په خوب کې په زوره خبرې کوي، ګواګي چې وېرونکي خوبونه یې نه پرېږدي.

طاهره په ډک ستوني وايي:«وروستۍ ورځ چې له مدرسې کور ته راتلم ښه مې په یاده ده، له ټولګیوالو او هیلو سره یې خدای پاماني کړې وه، ان په پوله یې هم ویل مورې افغانستان ته نه ځو، هلته نجونې زنداني کوي، کتابونه او کتابچې یې لا هم شته دي، کله چې یوازې کېږي ورځي هغه ګوري او ژاړي.»

مهیا نه غوښتل له ما سره خبرې وکړي، خو د مور په ټینګار یې څو جملې و ویلې. سر یې ښکته او سترګې یې د غالۍ په نخچیرونو نیغې پاتې وې، په ستومانه غږ یې و ویل:«په خبرونو او زموږ له خپلوانو چې دلته دي اورېدلي مې وو، چې طالبان ان نجونې د یو شي د پېرلو لپاره نه پرېږدي او نیسي یې. زما ایران خوښېږي، ځکه درس مې ویلای شوای، بهر تلای شوم او له ټولګیوالو سره مې چکر واهه، اوس داسې انګېرم چې ټولې دړې مې پر مخ تړلې دي.»

د دې جملو له ویلو وروسته، بېرته چوپ شوه، او هغه مهال یې خپلې داخلي نړۍ ته ترجیح ورکړه، هغه چوپتیا، چې مور یې« له خبرې کولو هم درنده» بولي.

کابل ته له ستنېدو یوه میاشت وروسته، د طاهرې کورنۍ لا هم پر سر یو ثابت چت نه لري، هغوی اوس د خپلوانو کره په موقت ډول ژوند کوي، خو دا وضعیت دوام نه شي کولی. د طاهرې بېکارۍ، د خاوند بدني کمزورتیا او د هېڅ ډول ثابت عاید نه درلودلو، د هغې ورځې له اندېښنو او بې ثباتۍ سره غوټه کړې دي.

طاهره زیاتوي:«ټول ځایونه مې په کار پسې ولټول خو کار نشته، اوس حیرانه یم چې د شپې ډوډۍ له کومه کړم، له بې کورۍ وېرېږم، همدا اوس هم لکه کډوال ژوند کوو.»

د یوې کورنۍ لپاره چې له ۱۶ کلونو زیاته موده یې ایران کې ژوند کړی دی، کابل د یوه پردي ښار په څېر دی، نه کور لري، نه د عاید سرچینه او نه هم د راتلونکې لپاره ښه لید.

په ورته وخت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې زرګونه راستنې شوې ښځې او نجونې د کار، زده کړو او فردي خپلواکیو له محدویتونو سره مخ کېږي.

ان د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې او د دغه بنسټ د وګړو صندوق په یوه راپور کې لیکلي، ستنې شوې ښځې او نجونې د جنسیت پر توپيري، ژر او اجباري واده، قاچاق، او د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره د جنسي اړیکې ټینګولو پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالو له زیاتوالي سره مخ دي.

د طاهرې کورنۍ له ایران څخه د شړل شویو کورنیو څخه یوه ده، چې اوس د سرپناه د نشتوالي، نامعلومه راتلونکې او بې کارۍ له ترخه واقعیت سره مخ ده.

له ایران او پاکستان څخه په پراخه کچه د افغان کډوالو د ایستلو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو ویلي، کډوال هغې خاورې ته اړول کېږي، چې د هغې واکمنان د بشري حقونو پر سرغړاوي تورن او د جرمونو ضد نړیوالې محکمې تر څار لاندې دي.

طالبان د ښځو پر ژوند د محدودیتونو د پراختیا په حال کې دي. له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو تر تړلو وروسته، پوهنتونونه او روغتیايي انستېتیوتونه هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شول او په تازه اقدام کې العربیه راپور ورکړی، چې د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د نجونو دیني مدرسو د تړلو امر هم له دې امله ورکړی، چې ګواکي په هغو کې ریاضي، ساینس او د ژبې زده کړه کېږي.

اړوندې لیکنې

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور
خبر

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴
یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه
خبر

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه
خبر

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه