د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو د دیني مدرسو د بندېدو امر کړی

22 اگست 2025
 د طالبانو مشر په افغانستان کې د نجونو د دیني مدرسو د بندېدو امر کړی

RFE

العربیه راپور ورکړی، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده، په افغانستان کې د نجونو د دیني مدرسو د تړلو امر هم ورکړی، ځکه چې د ریاضي، ساینس او ژبو زده کړې په کې ورکول کېدې.

رخشانه: دغه امر د طالبانو د کابینې په وروستۍ غونده کې، چې تېره اوونۍ په کندهار کې تر سره شوې ده، ورکړل شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه بابه دیني مدرسې جوړې کړې او هر کال په دغه مدرسو کې زده کوونکو ته د زده کړو په پار زیاتې پیسې لګوي.

په دې ناسته کې د طالبانو مشر په شفاهي ډول، د دغه ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو امر کړی، چې په دیني مدرسو کې په تدریجي توګه د نجونو نوم لیکنه ودروي.

نوموړي په دې ناسته کې ویلي، په دیني مدرسو کې نوي علوم، لکه ریاضي، ساینس او ژبې تدریس کېږي او دا یوازې په نوم «دیني مدرسې» دي.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو د مشر د دې پرېکړې په پلي کېدو کې به لومړی ګام دا وي، چې له دیني مدرسو فارغو شویو نجونو ته به د فراغت سند نه ورکول کېږي.

تر اوسه د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د خپل مشر د نوې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او په پوهنتونونو کې له زده کړو بندې کړې دي.

دغې ډلې په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې د بشري حقونو بنسټونو، نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ښځو د حقونو د فعالانو د غوښتې پر عکس، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې نه دي پرانستې.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه